د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: پر حکومتي ادارو او د والي پر کور خیمې راتاو شوې


د شنبې په ورځ په خوست کې سلګونو معترضینو د اداري کمپلیکس په سیمه کې له حکومتي ادارو او په ښار کې د سرپرست والي له کوره د اعتراض په بڼه خیمې راتاوې او د تګ راتګ لارې يې وتړلې.

د شنبې په ورځ په خوست کې سلګونو معترضینو د اداري کمپلیکس په سیمه کې له حکومتي ادارو او په ښار کې د سرپرست والي له کوره د اعتراض په بڼه خیمې راتاوې او د تګ راتګ لارې يې وتړلې.

په اداري کمپلیکس کې دا مهال د ولایت مقام په ګډون خواوشاه شل حکومتي ادارې کار کوي.

معترضینو ټېنګار کاوه تر هغې چې په خوست کې يې اداري فساد له منځه نه وي وړی او ځايي چارواکي له دندو ګوښه شوي نه وي، دوی به خیمې لیرې نه کړي او مامورینو او مراجعینو ته به ادارو ته د تګ اجازه نه ورکوي.

د عبدالحکیم په نوم د خوست د زیړۍ ترخې یو اوسیدونکي، مشال راډیو سره په خبرو کې د سرپرست والي عبدالجبار نعیمي په ګډون یو شمېر ځايي چارواکي په اداري فساد، د ځمکو په غصب او پر ظلم کولو تورن کړل:

((موږ په دې ځای کې د نن نیولې تر یو کال پورې به هم همدلته په دې خیمو کې وو او نهارې شپې او ورځې به هم تېروو، تر څو چې والي نعیمي او په فساد ککړ نور چارواکي تبدیل او د حساب کتاب له پاره څارونوالی ته معرفي شوي نه وي.))

د وزیراخان او بهادرخان په نوم دوو تنو نورو معترضینو هم ویل، چې د خوست په چارواکو کې تر بنیادي بدلون پورې به حکومتي ادارې بندې وساتي.

دوی د ولسمشر غني نه په کلکه غوښتنه وکړه، چې د خوستیو ولسونو غوښتنې دې جدي ونیسي.

بلخوا ځايي چارواکي پر ځايي اداره شوي ترونه ردوي او وايي، که کوم څوک او یا کوم بنسټ د اداري فساد او نورو ستونزو په اړه شواهد لري، د ولایتي ادارې سره دې شریک کړي.

د خوست د سرپرست والي ویاند مبارزمحمد ځدارڼ مشال راډیو ته وویل، چې ځايي اداره د فساد پر ضد مبارزې ته ژمنه ده.

همدارنګه تېره شپه د ولایت مقام د لوري په دوو جدا، جدا خپرو شویو اعلامیو کې دا ډول لاریونونه او اعتراضونه د څو تنو غاصبینو او قانون ماتونکو کسانو شخصي او غیر مدني حرکتونه بللي دي.

XS
SM
MD
LG