د لاسرسي ځای

په پاکستان کې تښتول شوې د چیک جمهوریت دوې نجونه خوشې شوې


خوشې شوې نجونه په منځ کې له ولاړ عزت شاهین سره

خوشې شوې نجونه په منځ کې له ولاړ عزت شاهین سره

د چیک جمهوریت وزیراعظم بوهوسلاو سوبوتکا د شنبې په ورځ یو ټیلې ویژن سره په خبرو کې ویلي دي چې هانا همپالووا او انتوني خراستیڅکا خپل هیواد چیک ته رسیدلې دي

پراګ: په پاکستان کې تښتول شووې د چیک جمهوریت دوې نجونه اوس خوشې کړل شوې اوخپلو کورونو ته رسیدلې دي. دا نجونه په ۲۰۱۳م کال کې تښتول شوې وې.

د چیک جمهوریت وزیراعظم بوهوسلاو سوبوتکا د شنبې په ورځ یو ټیلې ویژن سره په خبرو کې ویلي دي چې هانا همپالووا او انتوني خراستیڅکا خپل هیواد چیک ته رسیدلې دي.

دا خبر له هغې وروسته ورکړل شو چې دا دواړه نجونې د مارچ پر اوویشتمه نېټه ترکي ته ورسېدې او له هغې وروستو چیک جمهوریت ته ولاړې.

دغه دواړې نجونې د ترکې د یوې خیریه ادارې (انساني ویردم وقفي) په مرسته خوشې شوې دي.

د دې ادارې د سفارتې څانګې مشر عزت شاهین د شنبې په ورځ له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې د دوی اداره په نړۍ کې د تښتول شوو، او نورو بندیانو د مسلو د هواري لپاره کار کوي.

عزت شاهین د دې دوو نجونو په اړه وویل ، موږ د بشري مرستو د سفارتکارۍ اداره لرو ، او دغه څانګه د نړۍ په بېلا بېلو سیمو کې په شخړو کې د ښکیلو غاړو د تښتول شوو کسانو او یا د قیدیانو د خوشې کیدو لپاره کار کوي.

عزت شاهین زیاته کړه ، کله چې موږ ته د دې تښتول شوو نجونو د کورنیو لخوا وویل شو ، نو موږ د نورو کیسونو غوندې پر دې هم کار پیل کړ، او دا تر خبرو وروستو دوی خوشې شوې او خپلو کورنیو ته واستول شوې دي.

دغه نجونه چې د ۲۰۱۳م کال د مارچ پر ۱۳مه نیټه په بلوچستان صوبه کې د وسله والو لخوا تښتول شوې وې، په خپله لومړنۍ ویډیو کې یي وییلي وو چې د دوی صحت ښه دی ، خو د خپل ژوند په اړه ډیرې فکر مندې دي.

د دوی دویمه ویډیو د۲۰۱۴م کال په اکتوبر کې مخې ته راغلې وه په کوم کې چې دوی د چیک جمهوریت له حکومته خواست کړی وو چې د دوی صحت پر خرابېدو دی او باید ژر تر ژره خوشي کړل شي.

د مشال راډیو د پوښتنې په ځواب کې عزت شاهینوویل چې دوی د دې نجونو د خوشې کولو پر شرایطو څه نشي ویلای.

ده وویل ، د دې دوو نجونو مسله زموږ د ادارې وروستی کیس نه وو، داسېلسګونه نور کیسونه هم دي، چېموږ یي په اړه کار کوو، نو دوی د دې نجونو د خوشې کولو پر شرایطو څه نشي ویلای، ځکه چې دغه به په هغو نورو کیسونو منفې اغیز پرېباسي پر کومو چې دوی دا وخت کار کوي.

چیک جمهوریت په څو څو وارې د دې نجونو د خوشې کولو لپاره د پاکستان له حکومت سره رابطې هم کړې وې.

د چیک خبرې ادارې وایي هانا او انتوني اوس خپل هیواد ته راغلې دي او خپلو کورونو ته رسیدلي دي.

XS
SM
MD
LG