د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د سیاسي پناه غوښتونکو شمېر ۸۶۶۰۰۰ کسانو ته رسېدلی"


د ملګروملتونو د کډوالو اداره وايي، د نړۍ په ۴۴ هېوادونو کې د هغو خلکو شمېر زیات شوی چې سیاسي پناه غواړي.

UNHCR په خپل نوي راپور کې وايي چې په ۲۰۱۴ م کال کې اته لکه او شپږ شپېته زره (( 866000)) کسانو دې ادارې ته د سیاسي پناه لپاره غوښتنلیکونه سپارلي چې مهم لاملونه یې په ځینو هېوادونو کې وسله وال کړکېچونه او د امنیتي او بشري حقونو د وضعیت په برخه کې اندېښنې دي.

په ۲۰۱۳ کال کې دا شمېره دوه لکه نه شپېته زره ((269000 )) وه.

یو اېن اېچ سي آر په خپل راپور کې زیاتوي چې ډېری پنا غوښتونکي له شام، عراق، افغانستان، سربیا او کوسوو سره اړه لري، او اکثرو یې په جرمني، امريکا، ترکي، سویډن او اټلي کې د سیاسي پناه غوښتنه کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG