د لاسرسي ځای

تازه خبر

“له طالبانو سره د خبرو په هڅو کې مهم ګامونه اخیستل شوي”


د افغان حکومت اجراییه رییس وايي چې له طالبانو سره د خبرو په هڅو کې مهم ګامونه اخیستل شوي دي خو دا خبرې تشې آوازې دي چې وايي، طالبانو ته د ځینو ولایتونو د ادارې سپارلو ژمنه شوې.

عبدالله عبدالله چې په واشنګټن کې يې یوې خبري غونډې ته وینا کوله وویل، له طالبانو سره د سولې په خبرو کې ځانګړي معیارونه شته چې که په پام کې ونه نیول شي نو د ده په وینا سوله نشي راتلای.

ښاغلي عبدالله چې د امریکا په سفر کې له ولسمشرغني سره ملګری دی دې پوښتنې ته چې آیا افغان حکومت چمتو دی د سولې د خبرو په بدل کې د هېواد څو ولایتونه طالبانو ته وسپاري، په ځواب کې وویل، دا تشې آوازې دي.

عبدالله وویل طالبان باید د سولې په خبرو کې د تېرو څو کلونو لاس ته راوړنې ومني او د هېواد اساسي قانون ته درناوی وکړي.

اجراییه رییس د دې نيوکو په ځواب کې چې وايي، د ملي وحدت په حکومت کې د ښځو ونډه پیکه ده وویل، ښځې هم په نوې کابینه کې ونډه لري او هم د حکومت په نورو څوکيو کې د هغوی ونډه له پامه نه ده غورځول شوې.

یو کې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG