د لاسرسي ځای

ولسمشر محمد اشرف غني وايي د افغانستان حکومت د تېرو شپږو میاشتو په پرتله اوس په یوه ځواکمن دريځ کې دی.

ښاغلي غني چې په نیویارک کې يې د بهرنیو اړیکو شورا په تحقیقاتي مرکز کې وینا کوله وویل، افغان امنیتي ځواکونه د طالبانو پر وړاندې په جګړه کې له دفاعي حالت څخه راوتلي او اوس مهال په تعرضي حالت کې دي.

ولسمشر غني یادونه وکړه چې سږنی کال به د افغان حکومت لپاره د ازموینې کال وي:

(روان ۲۰۱۵ کال به د امنیت له پلوه د افغانستان لپاره سخت کال وي. د ژمي په موسم کې مو هېڅ وقفه وانه خیسته. موږ خپله وړتیا ښودلې او ښیو یې، خو دا به زموږ ازموینه وي.)

غني ټینګار وکړ چې د افغانستان د بې امنیتۍ ستونزه د ټولې سیمې لپاره ستونزې رامنځ ته کولای شي. ده د اسلامي دولت وسله والې ډلې یا داعش راڅرګندېدل هغه مثال وباله چې د شام، عراق او یمن له پولو واوښت او اوس یې ټوله سیمه له ګواښ سره مخامخ کړې ده.

XS
SM
MD
LG