د لاسرسي ځای

تازه خبر

لورالایي: وسله وال طالبانو په برید کې پنځه پولیس سرتیري وژل شوي


د بلوچستان په لورالايي سیمه کې د پولیسو پر موټر برید شوی چې پنځه سرتيري پکې وژل شوي دي.

د صوبې د کورنيو چارو وزیر سرفرازبګټي د شپې ناوخته مشال راډيو ته وویل، چې پرون د پنجشنبې پر ورځ د بارکهان سیمې پولیس سرتېري چې په يوه سرکاري کار پسې لورالايي ته تللي ول، بارکهان ته د بېرته تګ پر مهال په چه چېلو سیمه کې د وسله والو تر برید لاندې راغلل.

((بارکهان چې د لوراليي څنګلورې ضلعه ده، د دې ضلعې د پوليسو پر موټر وسله والو غلچکی بريد کړی چې په نتيجه کې يې پنځه سرتيري وژل شوي او يو بل ټپي شوی دی))

سرفراز بګټی زیاتوي، وسله والو په همدې سیمه کې له يوه بل موټر څخه يو کس هم تښتولی دی.

مشال راډيو ته په لېږل شوي پېغام کې تحريک طالبان پاکستان د پوليسو د وژنې پړه په غاړه اخيستې ده.

بلخوا تر پيښې وروسته په سيمه کې د امنيتي ځواکونو لخوا عمليات پېل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG