د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې بمي چاودنې ۱۴پولیس سرتیري ژوبل کړل


کراچۍ کې بمي چاودنې ۱۴پولیس سرتیري ژوبل کړل
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:04 0:00

په کراچي ښار کې نن (جمعه) سهار بمي چاودنې ۱۴ پولیس والا ژوبل کړي دي . د مشرقي کراچي د شالطیف تاڼې پولیس افسر صابر مشال راډیو ته ویلي چې چاودنه د قایداباد په مرغي خانه کې مخې ته راغلې ده او په دې کې د پولیسو بس په نښه شوی دی. د هغه په وینا چاودېدونکې توکې په یو موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي وو چې د ریموټ کنټرول له لارې چول شوي دي. په پېښه کې ژوبل شوي پولیس سرتیري د کراچي جناح روغتون رسول شوي دي. د هسپتال سرچینې وایي د ځینو پولیس والاوو روغتیایي حالت د اندیښنې وړ دی.

XS
SM
MD
LG