د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران اټومي پروګرام په اړه په سوېټزرلینډ کې خبرې بیا پیلېږي


د نړۍ شپږ ځواکمن هېوادونه او ایران غواړي د روانې میاشتې تر پایه د ایران اټومي پروګرام محدودولو او په بدل کې یې پر تهران د بندیزونو د نرمولو تړون پر چوکاټ سلا شي.

غربي هېوادونه او بالخصوص اسراییل شک لري چې ایران اټومي وسلې جوړوي خو تهران دا تورونه ردوي.

نن (پنجشنبه) به د ایران بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف او د ده امریکايي سیال جان کیري په لوزان کې ګوري. ټاکل شوې چې د پاتې پینځو نورو هېوادونو بهرنیو چارو وزیران وروسته لوزان ته ورسېږي.

چارواکي په خبرو کې د پرمختګ خبر ورکوي خو دا مني چې لا هم ستونزې موجودې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG