د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د افغانستان خاوره به بیا هېڅ کله د ترهګرو په ځاله بدله نشي"


د افغانستان ولسمشرکانګرس ته په خپله وینا کې له واشنګټن سره پرښو اړیکو ټینګار وکړ، ده په افغانستان کې له اداري فساد سره د مبارزې په اړه وویل چې د فساد له ورکیدو سره به د افغانانو پرمخ د خوشبختۍ ورونه پرانیستل شي.

د افغانستان ولسمشرکانګرس ته په خپله وینا کې له واشنګټن سره پرښو اړیکو ټینګار وکړ، ده په افغانستان کې له اداري فساد سره د مبارزې په اړه وویل چې د فساد له ورکیدو سره به د افغانانو پرمخ د خوشبختۍ ورونه پرانیستل شي. افغان ولسمشر له طالبانو سره د سولې خبرو ته هم اشاره وکړه.

د افغانستان ولسمشراشرف غني په واشنګټن کې د کانګرس غړیو ته وویل چې امریکا موږ ته هیلې راکړې، موږهیلې نه لرلې ناامیده شوي وو خو تاسو موږ ته هیلې راوړې، د اشرف غني دې خبرې ته د کانګرس غړي پاڅيدل او چک چکې یې ورته وکړې:

افغان ولسمشربیا زیاته کړه چې موږپه افغانستان کې یو متل لروچې هیڅ تحفه بې ځوابه نه پاتیږي نو که تاسوله موږ سره مرستې کړې دي موږ هم له تاسو سره د ترورزم پرضد مبارزې ته اوږه ورکړې ده او ستراتیژیک تړون سره لرو.

اشرف غني چې د مارچ په ۲۲ له ولسمشرکیدو وروسته د امریکا لومړی

رسمي سفر پیل کړی، کانګرس ته یې د چهارشنبې پر ورځ په وینا کې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د قربانیو ستاینه وکړه او ویې ویل چې موږد دې قربانیو درناوی کوو، همدا رازده د امریکا د مرستو مننه وکړه او ویې ویل چې د دې مرستو له برکته نن تردرې میلیونه ډيرې نجونې ښوونځیو ته ځي حال دا چې افغانستان ته د امریکایي ځواکونو ترتګ مخکې یوه نجلۍ هم مکتب ته نه تله.

افغان ولسمشربیا د زیږون پرمهال د ښځو د مړینې د کچې یادونه وکړه او ویې ویل چې د امریکا د مرستو له برکته دغه کچه هم خورا راټیټه شوې ده.

اشرف غني د امنیت په برخه کې د اسلامي دولت ډلې ته اشاره وکړه او ویې ویل چې داعش په خپل سر دا هڅې نه شي کولی د دوی ترشا دولتونه دي او دا د امریکا دنده ده چې دغه دولتونه وپیژني.

اشرف غني بیا زیاته کړه چې په اسلامي نړۍ کې اکثر مسلمانان د ترورستانو اعمال غندي خو لوی اکثریت غلی دی او غلې ورځ د منلو نه ده:

″دا ډیره مهمه ده چې نړۍ هغه ګواښ وپیژني چې داعش او د هغوی ملاتړیو لویدیځو او د منځنۍ اسیا هېوادو ته پیدا کړی دی.ترورستان چې هدف یې د یوه هېواد بې ثباته کول دي، د خپلو عملیاتو لپاره په نویو اډو پسې ګرځي. موږ د دوی په لومړۍ کرښه کې یوو، خو ترهګر نه سرحدونه پیژني او نه هم د خپل کړغیړن پیغام او بې اتفاقۍ پیدا کیدو لپاره پاسپورت ته اړتیا لري.″

د افغانستان د امنیت په اړه اشرف غني زیاته کړه چې د پاکستاني پوځیانو عملیات چې په خپله خاوره کې یې د مشکوکو ترورستانو پرضد پیل کړې دي د افغانستان پر امنیت ناوړه اغیز کړی او یو شمېر ترورستان د افغانستان لورته اوښتی دي، خو د دې مشکلاتو سربیره به موخاوره بیا د ترورستانو په پناهځای بدله نه شي:

″زموږ هېواد به هېڅ کله بیا د ترورستانو کوربه نه شي.

موږ به کله هم ترورستانو ته پناه ورنه کړو، څو ورانونکي پلانونه هلته طرح کړي.″

د ملي یووالي د حکومت له راتګ سره له طالبانو سره د سولې د خبرو د پیلیدو اوازې ګرمې شوې دي. اشرف غني کانګرس ته وویل، له هغو طالبانو سره چې له القاعدې سره نه دي ولاړ، روغه کیدای شي:

″اکثرطالبان داسې باورلري چې دوی وطن دوست دي د هغه فساد او جنایت پرضد راپاڅيدلي دي چې په خپلو ښارونو او کلیو کې یې ویني.موږ د هغوی مشروع شکایتونو ته توجه کوو.که په خبرو کې اساسي قانون او د قانون حاکمیت ته درناوی وشي، موږ ډاډه یو چې ټولنې ته به د دوی د راتګ لپاره یوه لاره پيدا شي.″

افغان ولسمشر زیاته کړه چې سولې ته د رسیدو لپاره ما او ډاکټر عبدالله عبدالله د پاکستان، هند، چین، عربستان، متحد عربي امارات او ترکمنستان له استازیو سره خبرې کړې دي او دوی ټولو راته ویلي دي چې موږ په سیمه کې ثبات غواړو.

XS
SM
MD
LG