د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غزني کې ۲۳ وسله وال وژل شوي دي


د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي وایي چې د غزني په ده یک او اندړو ولسوالۍ کې یې د عملیاتو پر مهال ۲۳ وسله وال مخالفین وژلي او ۱۴ نور ټپيان کړي دي.

د دې وزارټ د قل اردو د عامه اړیکو مرستیال عبدالرحیم قرلق مشال راډیو ته وویل چې دغه کسان د نصرت په نوم عملیاتو کې وژل شوي چې لا هم په غزني کې دوام لري.

قرلق زیاته کړه چې د عملیاتو پر مهال د ملي اردو ځواکونو ته یوه اندازه وسلې او مهمات هم په لاس ورغلي.

تراوسه طالبانو په دې اړه تبصره نه ده کړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG