د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان د پېژندګلوي ستونزه


د امريکا فارن په پاليسي مجله کې مديحه افضل ليکي، خلک هغه پاکستان پيژني چې پکې سکولونو او بازارونه په نښه کېږي، اسامه بن لادن پکې پټ وو، ملاله يوسفزۍ په ډزو ويشتل شوې وه.

د امريکا فارن په پاليسي مجله کې مديحه افضل ليکي، خلک هغه پاکستان پيژني چې پکې سکولونو او بازارونه په نښه کېږي، اسامه بن لادن پکې پټ وو، ملاله يوسفزۍ په ډزو ويشتل شوې وه.

د ليکوالي په خبره دا هر څه پر خپل ځای رښتيا دي خو له دې پرته د اتلس کروړه نفوسو په دې هيواد کې نور هم ډېر څه شته.

د دې په خبره د پاکستان سياسي او پوځي اسټبلشمنټ د دې هېواد شناخت يا پيژندګلوي داسې جوړه کړې چې بالکل د هندوستان برعکس دی.

مديحه افضل ليکي چې د دې هېواد په نصاب کې يوازې مسلمان اتلانو ته ځای ورکړل شوی دی او د هندوانو او سېکانو هېڅ يو اتل نشته.

د دې په خبره ان د لاهور اوسېدونکی بګت سېنګ چې سېک وو او انګريزانو ورته پانسي ورکړې وه هم په نصاب کې ذکر نشته.

د دې په خبره دا چې پاکستان خپله ماضي او د شناخت يوه برخه له پامه غورځولې ده نو ځکه خلک نن دغه هېواد ته د ترهګرۍ په تناظر کې ګوري.

البته دا وايي چې په دې هېواد کې داسې ډېر څه شته چې بايد نړۍ ته وروپېژندل شي.

مديحه افضل وايي، بايد غربیانو ته د پاکستان تاريخ او د دې هېواد ګڼ اړخيزه څهره ور وپېژندل شي خو په دې اړه تر ټولو لويه ذمه واري خپله د دې هيواد پر مشرانو ده.

ليکواله وړانديز کوي بايد دغه هېواد تر اسلام له مخه چې کومه شانداره ثقافتي ورثه وه هغه خوندي کړي.

په دې اړه دا د سېند د موهن جودړو مثال ورکوي چې ۴۵۰۰ زوړ دی او اوس يې پاتې شوني له خطر سره مخامخ دي.

مديحه افضل دا هم وايي چې بايد پاکستان که اسلامي وي او که غير اسلامي دغه دواړه ماضيانې ومني او خپلې يې کړي او دا شان په دې هېواد کې اوسېدونکو قومونو یعني پښتنو، بلوڅو، پنجابيانو او سېد يانو حيثيت ومني.

ليکواله زياتوي، د پاکستان پر خلکو خپل د يوه مخصوصه شناخت په زوره تپل او دوی له خپلې ماضي او هررنګۍ څخه د را پرېکولو رويې دې هيواد ته زيات تاوان رسولی دی.

XS
SM
MD
LG