د لاسرسي ځای

تازه خبر

'غني غواړي، امریکا دې زغرده نه وځي'


د امريکا لخوا له افغانستان سره د مرستو د ژمنو باوجود اشرف غني ويلي دي چې هيواد به يې په نوره نړۍ بوج نه وي.

د افغانستان ولسمشر محد اشرف غني به له خپل امریکايي سیالبارک اوباما سره په ننني ملاقات کې پر دې خبره بیا ټینګار وکړي چې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وېستو په رفتار کې لچک وښيي.

په جنګ ځپلي افغانستان کې د څه باندې لسو کالو له موجودګۍ وروسته امريکا په ۲۰۱۴ م کال کې خپل جنګي ماموریت سرته ورسولو او امنيتي پېټی «ذمه واري» افغان ځواکونو په خپلو لاسو کې واخست چې اوس مهال هم د وسلوالو لخوا له بريدونو سره مخامخ دي.

په داسې حال کې چې د سپرلي موسم راروان دی، افغان ولسمشر له امريکا غوښتي چې له افغانستانه د پوځيانو ويستل ورو کړي. دا په داسې حال کې ده چې امريکا له افغانستانه د ۲۰۱۶ م کال تر پايه د ټولو ځواکونو ويستو لپاره تياری نيسې. د امريکا د بهرنیو چارو وزير جان کيري ويلي دي چې ولسمشر اوباما په سنجيدګۍ سره د ولسمشر اشرف غني پر دغه درخواست غور شورو کړی دی.

د خبري اژانس په رپورټ کې راغلي دي چې پرون د ګل په ورځ د امريکا او افغانستان ترمنځ پر يو بل د کلونو د بې باورۍ باب بند شو او دواړو هيوادونو په راتلونکي کې د ښه دواړخيزه اړيکو ساتلو هوډ څرګند کړو. په عين حال کې امريکا ژمنه کړې چې تر ۲۰۱۷ م کاله به له افغان ځواکونو سره مرستې جاري ساتي.

جان کېري د افغان ولسمشر او امریکايي چارواکو ترمنځ ملاقاتونه ګټه ور بللي او ويلي دي چې کابل او واشنګټن د امن ټينګښت او ټولنيز پرمختګ لپاره ژمنتيا ښودلې.

تر دې مخکې اشرف غني د افغانستان لپاره د امریکايي ځواکونو د څه باندې لسو کلونو د قربانیو ستاينه وکړه او ويې ويل چې هغوی اوس دا نه وايي چې امريکا د افغانستان لپاره څه کولی شي بلکې د ده په خبره اوس پوښتنه دا ده چې افغانستان ته د خپلځان او نړۍ لپاره څه کول پکار دي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پاتې کېدو موضوع به نن د امریکايي ولسمشر او د هغه افغان سيال ترمنځ د خبرو په اجنډه کې تر ټولو مهمه موضوع وي.

د يوې پوښتنې په ځواب کې افغان ولسمشر اشرف غني وويل د دې پريکړه به امریکايی ولسمشر کوي چې په افغانستان کې د پاتې کېدونکو امریکايي ځواکونو شمېر به څومره وي.

د امريکا لخوا له افغانستان سره د مرستو د ژمنو باوجود اشرف غني ويلي دي چې هيواد به يې په نوره نړۍ بوج نه وي.

د خبري اژانس په رپورټ کې راغلي دي چې له پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي سره تر کلونو له کړکېچنو اړيکو پس امريکا د سکون سا اخستې ده او نوي افغان ولسمشراو اجرايوي ريس ته يې هرکلې ويلی دی.

XS
SM
MD
LG