د لاسرسي ځای

تازه خبر

عرب هېوادونه د ايران پراخ اغېز اندېښمن کړي دي


ځینې کسان د ایران دې هڅې ته د عربو په مځکه د نوې ایراني امپراطورۍ د جوړولو په سترګه ګوري. د دې هڅو تر شا ولاړ کس ایران د انقلابي ګارډ د القدس د لیوا قومندان جنرال قاسم سلیماني دی.

په داسې حال کې چې ایران د نړۍ د شپږو پیاوړې هیوادونو سره د خپل اتومي پروګرام په اړه یو توافق ته نژدې کیږي، دې هیواد په منځني ختیځ کې د خپلې اغیزې پراختیا ته ملا تړلې ده.

رویټرز خبري اژانس وايي ، عرب څیړونکې او د عربي هیوادونو مشران اوس د تهران پر هغو هڅو تمرکز کوي چې پر عربي هیوادونو له عراق تر سوریې او له سوریې تر یمن خپلې منګولې ټینګې کړي.

ځینې کسان د ایران دې هڅې ته د عربو په مځکه د نوې ایراني امپراطورۍ د جوړولو په سترګه ګوري. د دې هڅو تر شا ولاړ کس ایران د انقلابي ګارډ د القدس د لیوا قومندان جنرال قاسم سلیماني دی.

رویټرز خبري اژانس په خپل راپور کې وايي نوموړی په تیر مني که له سیورې راووت او تر هغې را وروسته د منځني ختیځ د جګړې په ډګر کې لیدل کیږي.

د شپیته کلن سلیماني عکسونه چې تقریباً تر تیر کال پورې چې د اسلامي دولت وسلوالې ډلې د عراق په شمال او مرکزي سیمو کې ښارونه لاندې کړل بیخي ناڅرګند سړی و اوس هر ځای لیدل کیږي.

رویټرز خبري اژانس وايي دا ایراني جنرال په دې وروستیو کې له داعش څخه د تکرت په ځینو نیول شویو برخو کې د عملیاتو د لارښوونې پر مهال لیدل شوی. همدارنګه نوموړې په سوریه کې د بشار الاسد د یو نژدې وژل شوي خپلوان په فاتحه کې هم عکاسي شوی دی.

رویټرز وايي د جنرال قاسم سلیماني یو عکس په بیروت کې د حزب الله ډلې د یو قومندان جهاد موغنیه پر قبر د دعا پر مهال هم اخیستل شوی. جهاد په جنوري میاشت کې په سوریه کې وژل شوی و.

راپور زیاتوي د سعودي عربستان په ګاونډي هیواد یمن کې هم حوثي یاغیانو پایتخت صنعا نیولی چې د ایران د خوښې یوه ډله ده.

د رویټرز وړاندې وايي، ایران ښايي د خپل اتومي پروګرام په اړه یوې موافقې ته په رسیدو کې جدي وي، څو له منزوي حالته راووځي او پرې لګیدلي بندیزونه ختم شي.

خو دا هیواد په منځني ختیځ کې خپل واک له یوې ورځې بلې ته زیاتوي. دا چې ایراني ځواکونه او متحدې ملیشې یې په عراق او سوریه کې د داعش خلاف جګړه مخکې وړي ، عرب سني مشران باور لري چې د امریکا متحده ایالات به د ایران ددې اغیز په وړاندې هیڅ هم ونه کړي.

په راپور کې ویل شوي چې په دې میاشت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري، د سعودي عربستان مشرانو ته ډاډ ورکړ چې د ایران سره په هر ډول اتومي موافقه کې به بل کوم لوی جوړجاړی ونه اوسي. خو په خبري غونډه کې جان کري تایید کړه چې ایراني جنرال سلیماني په تکرت کې ښکیل و.

د جان کرې دې خبرې د نوموړي سعودي کوربه د سعودي د بهرنیو چارو وزیر شهزاده سعود الفیصل وپاراوه، هغه وویل :

” په تکرت کې وضعيت یوه ابتدايي بېلګه ده چې موږ یې په اړه اندېښنه لرو، ایران د عراق پر لاندې کولو بوخت دی.

له همدې کبله سیمه يیز څیړونکي وايي، خلیج او د خلیج د هیوادونو سني متحدین لکه مصر د ایران سره له اتومې موافقې نه ډیره ویره نه لري، بلکې له هغه څه وېرېږي چې د ایران او امریکا بیا سره نژدې کیدل به یې له ځانه سره ولري.

په متحده عربي امارتو کې یو مبصر سلطان القاسمي رویټرز خبري اژانس ته ویلي:

” له ایران سره اتومي موافقه د سیمې لپاره لوبه بدلوونکې ده ، زه فکر کوم چې دا به ایران وهڅوي چې لا ډیره لاندې کوونکې بهرنۍ پالیسي خپله کړي.“

جان جینکینز چې تر تیر کال پورې په سعودي عربستان کې د بریتانیا سفیر و او اوس د سټراتیژیکو څیړنو په نړیوال انستیتيوت کې کار کوي رویټرز خبري اژانس ته ویلي:

” موږ لا د مخه ایراني چارواکي لیدلي چې وايي، څلور عرب پایتختونه کنټرولوي.“

د جان جينکینز په وینا په یمن کې حوثي یاغیان هم تهران او بغداد ته سفرونه کوي او دا د خلیج په عربي هیوادونو کې دا اندېښنه را پورته کوي چې د خپل سیال په وړاندې له پامه غورځیدلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG