د لاسرسي ځای

د تېرې دوشنبې پر ورځ ناوخته په غزني ښار کې د ماشومانو د لوبو په يوه ميدان کې چاودنه شوې ده چې پکې شپږ تنه ماشومان وژل شوي او نهه نور ژوبل دي.

د تېرې دوشنبې پر ورځ ناوخته په غزني ښار کې د ماشومانو د لوبو په يوه ميدان کې چاودنه شوې ده چې پکې شپږ تنه ماشومان وژل شوي او نهه نور ژوبل دي.

د وژل شويو او ټپي شويو ماشومانو عمرونه د شپږو او پنځلسو کالو تر منځ ښودل شوي دي. زموږ همکار سيدشاه سقيم يې په اړه نور حال راکوي.

چاودنه پرون (دوشنبه) ناوخته د غزني جنوب پلو ته په قاضي کلا سيمه کې د ماشومانو د لوبو په يوه ميدان کې شوې ده.

په دغه چاودنه کې تر اوسه پورې شپږ تنه ماشومان وژل شوي او نهه تنه نور ژوبل دي.

چارواکي وايي، طالب وسله والو وار له مخه د لوبو ميدان ته په چاودېدونکيو توکو بار سايکل بېولی وو او د ماشومانو د لوبو پر مهال يې په ريموټ الوځولی دی.

د غزني مرستيال والي محمد علي احمدي وايي، ماشومان د فوټبال او کريکټ په لوبو اخته وو چې ناڅاپه چاودنه شوې ده.

دی وايي، په ټپي ماشومانو کې د ځينو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی.

"کيسه داسې ده چې د غزني ښار په قاضي کلا سيمه کې د ماشومانو د لوبو په يوه ميدان کې ماشومان د کريکټ او فوټبال په لوبو اخته وو چې دغه وخت په ميدان کې درول شوی يو په چاودېدونکيو توکو بار سايکل په ريموت چوول شوی دی. تر دا مهاله په دغه پېښه کې شپږ تنه ماشومان شهيدان شوي او نهه نور ژوبل دي."

احمدي وايي، په پېښه کې د وژلو شويو او ټپي شويو ماشومانو عمرونه د شپږو او پنځلسو کالو تر منځ دي.

د ده په خبره، سرتېري هڅه کوي د ماشومانو وژونکي ونيسي، خو وايي، تر اوسه پورې څوک په لاس نه دي ورغلي.

خو طالبان بيا دا نه مني چې ګواکې پر ماشومانو دې دوی ماين ور الوځولی وي.

ذبيح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو وياند بولي، وايي، دا کار دوی نه، بلکې سرتېرو کړی دی.

تېره ورځ طالبانو مقر ولسوالۍ ته څېرمه هم د غزني د سولې شورا د يوه غړي د زوی په ګډون څلور تنه نيولي او وژلي وو.

XS
SM
MD
LG