د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان له مستونګ سیمې څلور تنه تښتوول شوي


د بلوچستان د مستونګ سیمې د لیویزو چارواکو وايي، د مستونګ له سربند سیمې څخه د دوشنبې په ورځ وسله والو د تېلو پر ټانکرو برید کړی او ددې ټانکرو څلور ډرايوران يې تښتوولي دي.

د تېلو دا ټانکرې له کراچۍ څخه سیندک پروژې ته وړل کېدل. د لیویزو چارواکي وايي، وسله والو لومړی پر ټانکرو ډزي کړې، او په کې ټول تېل يې سوځلي دي. او تر هغه وروسته يې ددې ټانکرو څلور ډرېوران تښتوولي دي. تراوسه کومې ډلې ددې برید مسوولیت قبول کړی نه دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG