د لاسرسي ځای

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د يمن پر حالاتو غونډه کوي.


دا غير اعلانيه غونډه وروسته له هغې کيږي، چې د يمن ولسمشر عبدلربوا منصور هادي د امنيت شورا پينځلسو مستقل غړو نه په فوري توګه د مداخلت غوښتنه وکړه.

هادي پرون په شعيه هوتي مليشې د کوتادا تور پوري کړي. هوڅي مليشا د پلازميني صنعا کنټرول په خپل لاس کې لري. هادي تيره مياشت ساحلي ښار ايډن ته تښتدلي وو، چرته چې هوتيانو هغه په کور کې نظر بند کړي دي.

نوموړي له هوتې ياغيانو څخه غوښتنه کړي چې پلازميني نه دې پشا شي، او په ټولو ګوندونو يې د امن خبرو اترو د پيلولو غږ کړي دي. هوتي ياغيان له سپتمبر میاشت راهېسي د يمن پلازميني صنعا کنټرول ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG