د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اوبو نړیواله ورځ او په پېښور کې لاریون


نن د اوبو د نړيوالې ورځې په مناسبت په پيښور کې د مدنې ټولنو فعالانو او د سکولونو زده کونکو لاريون وکړ او له حکومته يې غوښته وکړه چې اولس ته دي د صفا اوبو زمينه برابره کړي.

د مدني ټولنو کارکونکو مشال راډيو ته وويل چې په پاکستان کې دا مهال شپږنيم کروړه خلک د څښلو صفا اوبه نه لري.

لاريون کونکو وويل چې صفا اوبه د هرچا حق دی او بايد چې حکومت د هيواد ټول اولس ته د څښلو پاکې اوبه ورورسوي.

پر دې موقع د مدني ټولنو کارکونکو وويل چې پاکستان کی د څښلو د صفا اوبو د نیشتوالي له کبله خلک د مختلفو بيماريو ښکار کيږي.

دوی دا هم وویل چې دارنګ يوازې د خرابو اوبه سره د تړلو بيماريو له کبله په پاکستان کې هرکال تر دوه لکه زیات ماشومان مړه کيږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG