د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبايلي سيمو پارليماني غړي د قانون جوړونې صلاحيت نلري


د جمعې په ورځ د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې له قبايلي سيمو څخه د دغه هيواد د سېنټ لپاره پر خالي شوو څلورو څوکيو انتخابات تر سره شول. دا ډول اوس يو ځل بيا په سېنېټ کې د فاټا د غړو شمېر اته (۸) ته ورسېدی.

د جمعې په ورځ د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې له قبايلي سيمو څخه د دغه هيواد د سېنټ لپاره پر خالي شوو څلورو څوکيو انتخابات تر سره شول. دا ډول اوس يو ځل بيا په سېنېټ کې د فاټا د غړو شمېر اته (۸) ته ورسېدی.

د پاکستان په پارليمان کې ۲۰ کسان د قبايلي سيمو استازيتوب کوي چې ۱۲ يې د قومي اسمبلۍ غړي او پاته اته يې د سېنېټ غړي دي.

د فاټا د پارليماني غړو د اختياراتو او د خپلې سيمې لپاره د قانون جوړونې په اړه چې مې کله له فاټا سره تعلق لرونکي سېنېټر هدايت الله څخه وپوښتل نو نوموړي وويل چې د پاکستان د جوړېدو راهيسې تر اوسه د فاټا لپاره نه خو په قومي اسمبلۍ کې او نه هم په سېنېټ کې قانون سازي شوې ده.

((د فاټا له سېنېټرانو او د قومي اسمبلۍ له غړو سره د آيين د ۲۴۶ او ۲۴۷ آرټيکل لاندې هيڅ اختيارات نشته. خو بيا هم دوی وخت په وخت د خپلو سيمو مسلې را اوچتوي چې له هغه سره ډيرې مسلې حل کيږي. د قانون سازۍ په باره کې زموږ د را روان وخت لپاره دا سټراټيژي ده چې موږ د سېنېټ او قومي اسمبلۍ ټول غړي به يو ځای کيږو او د آرټيکل ۲۴۷ د ختمېدلو کوشش به کوو چې دا ډول موږ ته د خپلې سيمې لپاره د قانون سازۍ حق راکړل شي.))

له فاټا سره اړه لرونکی يو بل سېنېټر محمد صالح شاه وايي چې د فاټا سېنېټران هيڅ اختيار نلري او د دوی په مخ کې تر ټولو لوی خنډ د آيين ۲۴۷ مه ماده ده.

((۲۴۷ مادې خو ټول اختيارات ايسار کړي دي. تر څو پورې چې پر دا ۲۴۷ باندې کار نه وي شروع شوی تر هغو به حالات همدغسې وي. خو اوس کار پر شروع دی او سېنېټ ته راغلی دی. چې دا بند مات شوی نه وي نو لاره نشته.))

د فاټا پر څوکۍ منتخب شوي ځينې سېنېټران وايي چې د پاکستان پيپلز ګوند په تېر حکومتي دور کې که څه هم د فاټا لپاره بنيادي قانونه سازي ونشوه خو بيا هم ځينې اصلاحات راوستل شول. د قانوني چارو کارپوه لطيف آپريدی وايي چې که د فاټا منتخب غړي قانون جوړ هم کړي نو د آيين له مخې د پاکستان ولسمشر اختيار لري چې منظوري ورکوي او کنه.

((د فاټا سره تعلق لرونکي د قومي اسمبلۍ ۱۲ غړي او د سېنېټ اته غړي، دا ټول ۲۰ کسان که قانون جوړ کړي نو بيا هم دغه قانون تر هغه وخته فاټا ته نشي ورغځېدای او په فاټا کې اثر نلري تر څو پورې چې صدر دا حکم جاري نکړي چې دا قانون پر فاټا باندې

ما نافذ کړو. د آيين د ۲۴۷مې مادې لاندې له صدر سره دا اختيار دی چې هغه دا قوانين په فاټا باندې لاګو کړي او عملي کړي.))

د پاکستان په قبايلي سيمو کې د دغه هيواد تر جوړېدو وړاندې د انګرېز لخوا پلي شوی قانون لا تر اوسه عملي کيږي. که څه هم د فاټا منتخب پارليماني غړو او عام ولس په وار وار غږ پورته کړی چې دغه زوړ قانون دې بدل کړل شي او د پاکستان د نورو صوبو په شان دې د فاټا ولس ته هم آييني حقوق ورکړل شي خو تر اوسه هيڅ مرکزي حکومت دې بدلون ته غاړه نه ده ايښې.

XS
SM
MD
LG