د لاسرسي ځای

د باړې کډوالو کلیو ته د ستنېدو لړۍ پیل شوې


د خېبر ایجنسۍ باړې نه د بېکوره شوو خلکو د رسمي ستنیدو لړۍ نن پیل شوې ده.د سیمې نه د مشال ریډیو خبریال راپور ورکوي چې نن (جمعه )د باړې نه بې کوره شوي د اکاخیلو قبیلې نن خپلو کورونو ته ستنیږي. د دې نه وروستو به د نورو قبیلو خلک هم په وار وار خپلو کورونو ته ستانه شي. په قبایلي سیمو کې د قدرتي افتونو د نظم د ادارې چارواکي وايي چې د بې کوره شوي خلکو د ستنیدو لپاره يې انتظام کړی دې او هغوي ته دوایانې او خوراکي مواد هم ورکوي.

XS
SM
MD
LG