د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا ولسمشر د نوروز په ویاړ ایرانیانو ته د روغې پیغام ورکړو


د امریکا ولسمشر د نوروز په ویاړ په خپل پیغام کې، نوی کال د نوي امکاناتو کال بللی دی. بارک اوباما په دې پیغام کې پر ایرانیانو غږ وکړ چې په څو لسیزو کې د لومړي ځل لپاره دا هیله پیدا شوې ده چې د دواړو هیوادو تر منځ اړیکي ښه شي.

د امریکا ولسمشر د نوروز په ویاړ په خپل پیغام کې، نوی کال د نوي امکاناتو کال بللی دی.
بارک اوباما په دې پیغام کې پر ایرانیانو غږ وکړ چې په څو لسیزو کې د لومړي ځل لپاره دا هیله پیدا شوې ده چې د دواړو هیوادو تر منځ اړیکي ښه شي.

اوباما وویل چې له ایران سره په اټومي خبرو کې پرمختګ شوی دی خو لاهم واټن شته.
د امریکا ولسمشر بیا وویل چې دواړو هیوادو ته داسې وخت په لاس ورغلی دی چې دا لانجه د خبرو له لارې هواره کړي.

د امریکا ولسمشر وویل چې ایران یو لړ ژمنې کړې دي خو راتلونکې ورځې او اونۍ خورا مهمې دي.

اوباما بیا وویل چې ایران ته د دې لانجې د هواري لپاره دا لاره شته چې نړیوالو ته ضمانت ورکړي چې ایران اټومي وسلې نه غواړي او په دې توګه به ا یران ته د نویو پرمختګونو لارې پرانیستل شي.

په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر وویل، که ایران داسې ونه کړي نو د نړیوالو له ګټو به یو ډول بې برخي شي.

د مارچ تر پای پورې ایران ته وخت ورکړل شوی دی چې یو تړون وکړي او بیا به وروستی تړون د جون تر اخره وشي چې له مخې به یې ایران خپلې اټومي هلې ځلې راکموي او نړیوال به پر ایران لګولي بندیزونو لږوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG