د لاسرسي ځای

کراچۍ:په يو جومات کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې


په کراچۍ ښار کې نن (جمعه) ماسپخین بمي چاودنې یو تن وژلې او څلور نور یې ژوبل کړي دي.د کراچۍ د پولیسو ویاند عتیق شیخ نن ماسپخین مشال ریډیو ته وویل چاودنه د مرکزي ښار په ارام باغ سېمه کې د یو جومات مخې ته د جمعې د مانځه وروسته مخې ته راغلې ده .د هغه په وینا دغه جومات د بوهري مسلک د منونکي دی.

د پېښې وروسته ګڼ شمیر امنیتي سرتیري د چاودنې ځای ته رسیدلي دي او سېمه یې کلابنده کړې ده.

چارواکي وایي چاودنه د جومات مخې ته د ځای پر ځای شویو چاویدونکو توکو د چولو له امله مخې ته راغلې ده . د چاودنې په اړه نورې پلټنې دوام لري.

XS
SM
MD
LG