د لاسرسي ځای

تازه خبر

“امریکا به افغانستان ته پنځه نورې کشفي الوتکې ورکړي


د افغانستان دفاع وزارت وايي، ټاکل شوې چې په نېږدې ورځو کې امریکا د افغانستان ملي اردو ځانګړو ځواکونو ته پینځه نورې (پي سي ۱۲) کشفي الوتکې ورکړي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري بېګا مشال راډیو ته وویل، په ۲۰۱۲ ز کال کې د شوي تړون پر اساس باید ۱۸ الوتکې افغانستان ته ورکړل شي چې پکې تر اوسه ۱۳ ورکړل شوې دي.

نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان هوايي ځواک پینځه هندۍ اېم بي ۵۳۰ هیلي کاپټرې لري او دا چې پینځه نورې کابل ته انتقال شوې دي او د سپارلو په حال کې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG