د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خېبر کې د ۲۰ وسله والو د وژلو ادعا


د پاکستان امنیتي ځواکونو د قبایلي سیمې خېبر په تیرا کې د ۲۰ وسله والو وژنې دعوه کړې. امنیتي چارواکو نن (جمعه) د نوم نه ښودو په شرط مشال راډيو ته وویل، د تېرې ورځې په بمباریو کې پینځه وسله وال ژوبل شوي هم دي.

دوی وايي، د تېرې پنجشنبې پر ورځ په تیرا کې د ماین په دوو بېلو چاودنو کې د اېف سي یو سرتېری وژل شوی او ۱۰ ژوبل دي. وسله والې ډلې لشکر اسلام د دې بریدونو پړه منلې او دعوه کوي چې ځېنې امنیتي سرتېري یې ژوندي هم نیولي. ازادو سرچینو لا د دواړو خواو د ادعاو پخلی نه دی کړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG