د لاسرسي ځای

د خوست ښار په زړه د خواجه متون غونډۍ په اوږدو کۍ د نوروز یا نوي کال دورځې په رانږدې کېدو د میلو او ټنګ ټکور د محفلونو شمېر ډېر شوی دی.

د خوست ښار په زړه د خواجه متون غونډۍ په اوږدو کۍ د نوروز یا نوي کال دورځې په رانږدې کېدو د میلو او ټنګ ټکور د محفلونو شمېر ډېر شوی دی.

هره ورځ جوپې، جوپې خلک او ځوانان د دې اوږدو غونډیو په یو او بل ځای کې د نیالګيو په کېنولو بوخت وي، ځنې بیا له دې غونډیو د ښار ننداره کوي، یو شمېر د خوړو په تیارولو لګیا وي او ډیری ځوانان بیا سیمه ییز سندرغاړي هم دې ځای ته ځانونو سره د کنسرټونو او اتڼونو له پاره بیايي.

که څه هم د نوي کال په شپو، ورځو کې دا ډول میلې او محفلونه له پخوا نه شته، خو سږ يې ځانګړنه داده، چې ټولې فعالې مدني ټولنې او د یو شمېر ادارو کارکوونکي په دې هڅه کې دي، چې خامخا د نوي کال له پاره کوم ځانګړی پروګرام ولري.

د پنجشنبې په ورځ هم په دې غونډیو کې د ځوانانو ګڼې میلې، کنسرټونه او د نیالګیو د کېنولو او اوبولو پروګرام ښه په درز کې روان وو. د خوست یو تن مدني فعال مشال راډيو ته وویل، چې سږنۍ میلې ځکه خوندورې او ګټورې دي، چې له یوې خوا خلک د هېوادپالنې روحیه اخلي او بل لوري ته خلک د چاپیریال سمسورولو ته هم متوجه کیږي:

((زما نوم جلال حقیقت دی، دا میلې سږ کال ډېرې ګټورې دي ځکه خلکو کې د هېوادپالنې روحیه تقویه کوي، بل په دې کې د سوکالۍ او بادۍ پر لوري یو قدم هم دی، سږ کال خوستیو ځوانانو پتیلې چې د پرمختګ پر لوري به ګامونه اخلي، نور د جګړو څخه نفرت لري او د دې بدمرغې جګړې د لمنې په ټولو کې برخه اخلي.))

د خوست ښار دوه تنه نور اوسیدونکي هم دا میلې ډېرې خوندورې بولي، خو وړاندیز کوي، چې باید د ځوانانو د ساعتیرۍ، یوځای کولو او تفریح له پاره سیمه ییزه اداره مناسب ځایونه جوړ کړي. د تیاتر او سیمنا یو تن لوبغاړی سلطان محمود خیرخواه وايي، چې که څه هم د نوي کال له پاره ځوانانو په یوه او بل ځای کې ښې میلې نیولي، خو هغه پخواني ځایونه، چې خلکو به په کې میلې کولې اوس پخوانی خوند نشته:

((ځوانانو مخکې له دې چې پسرلی راشي، تیارۍ نیولی دی، ځای پر ځای میلې دي، خو هغه پخواني ځایونه چې موږ به پرې میلې کولې، لکه کوکاراک بابا، زاکو بابا په هغه ځایونو کې اوس د میلو خوند او رنګ نشته، سږ اسماعیل خېلو تصمیم نیولی، چې په زاکو بابا هم میلې جوړې کړي، خو نن په تفریحي پارک باندې میله ده، چې دا د خوست یو ښه مرکزیت دی او دې ښار ته يې ځانګړې ښکلا ورکړې ده.))

د خوست ښار دوه تنه نور اوسیدونکي هم د سږنیو نوروزي میلو په اړه وايي، چې د نوي کال په شپو ورځو کې میلې او د نیالګیو کېنول ځانته خوند او کیف لري.

د یادونې وړ ده، نوروز د افغانانو او د سیمې د هېوادونو د خلکو ګډ دودیز جشن دی، چې خلک او بزګران يې د نیالګیو، بوټو او رنګارنګ ګلونو په کرلو او د میلو په جوړولو لمانځي، د نوي کال په پیلیدو سره د محصلانو او زده کوونکو ژمنۍ رخصتۍ هم پای ته رسیږي او دوی ښوونځیو او پوهنتونونو پر لور روانیږي.

XS
SM
MD
LG