د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نوی کال سږنۍ سپورټي لوبې خوست کې کیږي


د خوست ورزشکاران وايي، چې د نورو کالونو سره په توپیر کې، سږ به د نوي کال له پاره د بیلابیلو لوبو یو شمېر ټورنمینټونه په خوست کې جوړ شي.

د خوست ورزشکاران وايي، چې د نورو کالونو سره په توپیر کې، سږ به د نوي کال له پاره د بیلابیلو لوبو یو شمېر ټورنمینټونه په خوست کې جوړ شي.

دوی زیاتوي، چې په دې سره به د ولسوالیو او اطرافي سیمو ځوانو ورزشکارانو ته د دې زمینه برابره شي، چې د خوست په مرکز کې سره راغونډ شي، له یوې خوا به د نوي کال په ویاړ په ګډه لوبې وکړي او بل لوري ته به د نورو ورزشي ټیمونو د لوبغاړو د تجربو او مهارتونو څخه برخمن شي.

یادې څرګندونې د پنجشنبې په ورځ یو شمېر ځوانو ورزشکارانو او د ورزش د برخې مسوولینو د والیبال لوبې د اونیز ټورنمینټ پر مهال چې د نوي کال د رارسیدو په ویاړ جوړ شوی، مشال راډیو ته وکړې.

د دلاور په نوم د تڼیو د سیمې یو تن ځوان ورزشکار وايي، چې په دې موقع به د اطرافي سیمو ورزشکارانو ته د لوبیدلو او د ډېرو تجربو د ترلاسه کولو ښه فرصت په لاس ورشي:

((نن چې د خوست په ملي لوبغالي کې د والیبال لوبې کوم ټورنمینټ جوړ شوی، نوروزي ټورنمینټ دی، موږ به پخوا نوي کال کې د لوبو له پاره کابل او یا نورو ولایتونو ته تلو، خو اوس د ولایتي ادارې نه مننه کوو، چې سږ يې په خوست کې د دې لوبو تابیا کړې ده، په دې سره به د ولسوالیو او اطرافي سیمو ځوانان ډېر تشویق شي.))

په خوست کې د والیبال لوبه د ډېر پخوا نه، نه یوازې په مرکز او ولسوالیو کې پریمانه مینه وال لري، بلکې په وروستیو لسیزو کې د دې سیمې یو شمېر والیبالران د افغانستان په ملي لوبډلو کې هم لوبیدلي او هېواد ته يې ډېرې بریاوې لاسته راوړي دي.

د نوي کال په مناسبت د والیبال لوبې روانې سیالۍ، چې یوه اونۍ به دوام پیدا کړي او د مرکز او ولسوالیو ۲۵ لوبډلې به په کې ولوبیږي، د خوست د ولایت مقام په نووښت پلان شوي دي.

د خوست د سرپرست والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ وايي، چې د اوسنیو پسرلنیو لوبو څخه يې ستره موخه داده، چې ځوان ورزشکاران خپلو سیمو ته له ځانونو سره د یووالي، سولې، بیارغونې، روغتیا ساتنې، د پوهنې د پرمختګ او د چاپیریال د سمسورتیا پیغامونه ولیږدوي.

بلخوا د خوست د المپیک امر ملنګ د دې لوبو اهمیت په دې کې وباله، چې له یوې خوا به اطرافي ورزشکاران مرکز ته راشي او بل لوري ته به د نورو ورزشکارانو له مهارتونو او ورزشي تخنیکونو هم برخمن شي:

((دا یو ډېر غښتلی ټورنمینټ دی، په دې کې به د ولسوالیو او مرکز منتخبې لوبډلې وتوانیږي، چې په خپلو کې ولوبیږي، موږ به له دې نه دوې فایدې حاصلې کړو، یو دا چې موږ به وتوانیږو، چې له لایقو ورزشکارانو له منځه د ولایت په سطحه منتخبه لوبډله جوړه کړو، بله ښېګڼه يې داده، چې دوی به د مرکز له لوبډلو سره مسابقې وکړي او د دوی تجربو نه به استفاده وکړي.))

د یادونې وړ ده، چې نوي کال ته په دې نږدې شپو ورځو کې د سیمه ییزې ادرې، مدني بنسټونو او یو شمېر خپلواکو شخصیتونو له خوا ځنې ځانګړې برنامې جوړې شوې، چې په دې برنامو کې د نورو کالونو په پرتله د عامو خلکو ګډون او لیوالتیا ډېره ترسترګو کیږي.

XS
SM
MD
LG