د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په تونس کې پر میوزیم برید وغندله


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په تیونس کې پر ميوزیم شوی برید غندلی دی او ویلي یې دي چې ترهګر فعالیتونه په دې هیواد کې د جمهوریت مخه نه شي نیولای.

دا له هغه وروسته ده چې د چارشنبې پر ورځ وسله والو پارلمان ته نژدې تر کلک امنیت لاندې سیمه کې پر باردو میوزیم برید وکړ.

د وسله والو په دې برید کې اولس بهرني سېلانیان او دوه تیونسي وګړي ووژل شو. امنیتي ځواکونو وروسته په میوزیم کې دوه وسله وال ووژل او یرغمال کړي کسان یې ورڅخه خلاص کړل.

رپوټونه وايي چې لږ تر لږه دوه وسله وال په تېښته کې بریالي شوي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري له اروپايي مشرانو سره یو ځای د دې برید غندنه کړېده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG