د لاسرسي ځای

تازه خبر

صولت مرزا وايي، د الطاف حسین په امر يې خلک وژل


په پاکستان کې د مرګ په سزا محکوم صولت مزرا وايي ، د متحده قومي موومنټ د مشرالطاف حسین په وینا یې خلک وژلي وو.

په پاکستان کې د مرګ په سزا محکوم صولت مزرا وايي ، د متحده قومي موومنټ د مشرالطاف حسین په وینا یې خلک وژلي وو.دا خبرې د بلوچستان په مچ زندان کې بندي د محتده قومي موومنټ پخواني غړي صولت مرزا د چارشنبې پر ورځ په یو ویډیويي پېغام کې کړې دي.

صولت مرزا ته به نن (پنجشنبه) سهار وختي پانسۍ ورکول کېده خو له دې بیانه وروسته د هغه پانسۍ درې ورځې ځنډول شوې ده.

نوموړي وویلي چې الطاف حسېن له لندنه پر ټلیفون امر ورته کړی وو چې د کراچۍ د بجلۍ محکمې مشر شاهد حامد ووژني. د شاهد حمید ، د هغه ساتونکي او موټر چلوونکي د وژلو په تور کې صولت مزرا دا وخت د مرګ له سزا سره مخامخ دی.

د متحده قومي موومنټ مشرانو دا تورونه رد کړي دي او الطاف حسين وايي چې د دوی د ګوند د بدنامولو سازش دي.

بل پلو د شفاقت حسېن په نامه هغه کس پانسۍ هم درې ورځې ځنډول شوې ده کوم چې په څوارلس کلنۍ کې د قتل په تور کې نیول شوی وو.

XS
SM
MD
LG