د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د افغانستان له هوایي ډګرونو بهر ته د قاچاق مخ په زیاتیدو دی"


ملګري ملتونه وایي، د افغانستان له هوایي ډګرونو بهر ته د هیرویینو قاچاق مخ په زیاتیدو دی.د ملګروملتونو د جرمونو او مخدره موادو ضد ادارې د احصایې له مخې یواځې په جنوري میاشت کې د افغانستان په هوایي ډګرونو کې په اتو پیښو کې ۴۴ کیلوګرامه هرویین نیول شوي حال دا چې په تیر یوه کال کې ټول پنځوس کیلوګرامه هیرویین او چرس نیول شوي و.

چارواکو ویلي،ډیر هیرویین له هغو قاچاق وړونکو سره نیول شوي چې غوښتل یې د کابل له هوایي ډګره نوې ډیلي ته ولاړ شي.

هندي چارواکي وایي، تیر کال یې د دغه قاچاق د مخنیوي لپاره له افغان چارواکو سره همکاري پیل کړې وه خو دغې همکارۍ دوام ځکه ونه کړ چې افغان لوري ورسره د قاچاق وړونکو په اړه معلومات نه شریکول.

د افغانستان له هوایې ډګرونو د هیرویینو د قاچاق د زیاتوالي خبره په داسې حال کې کیږي چې سږ کال بیا په افغانستان کې د کوکنارو کښت زیات شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG