د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شکیل اپریدي وکیل ووژل شو


د شکیل اپریدي وکیل ووژل شو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:58 0:00

د ډاکټر شکیل اپریدي وکیل د سې شنبې په ورځ د خیبرپښتونخوا په سرښار پیښور کې نا پیژاندو وسله والو ووژاه. پر سیمع الله اپریدي وسله والو د پیښور په اسلام دیري سیمه کې ډزې وکړې. دی په وروستیو کې پاکستان ته ستون شو. له څو میاشتو راپه دې خوا سمیع الله اپریدی په بهر کې اوسیده. دی په دې پسې بهر ته لاړ چې وسله والو ګواښونه ورته وکړل. ډاکټر شکیل اپریدی هغه څوک دی چې ده له امریکا سره د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن په نیولو کې مرسته کړې وه. ډاکټر شکیل اپریدی وروسته تر دې چې د ۲۰۱۱ کال په مې میاشتې کې په ایبټ اباد کې د اسامه پرضد د امریکا ځانګړیو ځواکونو برید وکړ او هغه یې بیا وواژه، ونیول شو. پاکستان ډاکټر شکیل اپریدی ۳۳ کاله د بند سزا اورولې ده. پر دې تور پورې شوی دی چې د منع کړای شوې ډلې لشکر طیبه غړی دی، خو شکیل اپریدی دا تور ردوي.

XS
SM
MD
LG