د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تکریت په جګړه کې د صدام حسین مقبره له منځه تللې


د راپورونو له مخې د عراق په تکریت ښار کې د روانو جګړو له املهد پخواني عراقي ډیکټیټر صدام حسین مقبره په مکمله توګه له مینځه تللې ده.

د اسوشیېټډ پریس خبري اژانس له خوا د خپرو شوو تصویرونو له مخې د روانو خونړیو نښتو په نتیجه کې د صدام د مقبرې چې د تکریت په "الاوج" کلي کې ده؛ یوازې څو ستنې پاتې دي.

عراق چارواکي وایي، په تکریت ښار کې د اسلامي دولت په نامه وسله وال له ټولو خواو کلابند کړي دي.

عراقي ځواکونو د روانې مارچ میاشت په دوهمه نیټه د تکریت د بېرته نیولو لپاره پراخ پوځي عملیات پیل کړل.

د اسلامي دولت په نامه وسله والو د تیر میلادي کال په جون میاشت کې تکریت ښار نیولی و.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG