د لاسرسي ځای

چودري نثار:پر دوو کلیساګانو ځانمرګي بریدونه وغندل


د پاکستان د کورنیو چارو وزير چودري نثار علي خان د دوشنبې پر ورځ ويلي دي چې د لاهور په یوحنا اباد کې پر دوو کليساګانو ځانمرګي بريدونه د ترهګري يو غير انساني عمل وو او خپګان ښودلی.

د روانې میاشتې په پنځلسمه نيټه د پاکستاني طالبانو سره تړاولرونکو د ځانمرګي بريد کوونکو لخوا په دغو حملو کې ۱۷ کسان وژلي شوي او لږ تر لږه ۷۰ کسان ژوبل شوي ول.

چودري زیاته کړه چې وسله وال ځکه هم اوس د مايوسي ښکار شوی چې د هغوي پر ضد عملیات ډېر په تندي سره روان دي.

د ۲۰۱۴ م کال د جون په میاشت کې پاکستان د وسله والو د پیاوړي مرکزونه له مينځه وړلو په موخه لوی پوځي عملیات پيل کړي دي او د چودري نثار په خبره موږ اوس د وسله والو د فعالیتونو لپاره په هغوي ځمکه تنګه کړي ده.

د دغو بريدونونه پس د دوشنبې پر ورځ په لاهور کې د عیسوي مظاهرچیانو او پولیسو تر مينځه نښتي شوي او پوليسو پري اوښکي بهونکي ګیس کارولي دي.

د بريد وروسته بلوه شوو عيوسیانو په دغو بریدونو کې د لاس لرولو په شک دوه کسان ژوندي سوزولي دي.

د ملګرو ملتونو سيکټري جنرل بان کي مون د تېرې دوشنبې پر ورځ په دغه پېښه سخته اندیښنه ښکاره کړی.

XS
SM
MD
LG