د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې۱۲ تنه په دار شول


د پاکستان سرکاري تيلي ويژن وایي چې د پنجاب او سند صوبي په بېلا بېلو جيلونو کې بېګا شپه او نن (سېشنبه) سهار د وژنو په تورونو ککړو ۱۲ کسانو ته پانسي ورکړل شوي ده.

د پاکستان سرکاري تيلي ويژن وایي چې د پنجاب او سند صوبي په بېلا بېلو جيلونو کې بېګا شپه او نن (سېشنبه) سهار د وژنو په تورونو ککړو ۱۲ کسانو ته پانسي ورکړل شوي ده.

د روالپنډۍ په اډیاله جيل کې د قتل په جرم کې سزا شوي دوو د جهنګ ضلعي په جيل کې دريو په ملتان کې دوو په ميانوالي او فيصل آباد کې يو يو او په کراچي کې دوو کسانو ته پانسي ورکړل شوه.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ پاکستاني حکومت د تېرو اتو کالو نه د عامو کسانو د پانسۍ په سزاګانو لګولي پابندي ختمه کړه.

د دې نه مخکي يوازې ترهګرو ته د پانسۍ په سزاګانو ورکولو پابندي ختمه شوي وه.

راپورونه وايي چې دا مهال د پاکستان په بېلا بېلو جيلونو کې اته زره داسې کسان دي چې ورته په تېرو وختونو کې عدالتونو د پانسي سزاګاني اورولي دي.

پاکستان کې۱۲ تنه په دار شول
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:27 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG