د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیکا کې د داعش ډلې د فعالیتونو د پراخیدو خبردارۍ


د پکتیکا ولایتي شورا د ملي یووالي له حکومت نه غوښتنه کوي، چې خپل اختلافونه دې یوې خواته کړي او په دې هېواد کې دې د یو شمېر نویو امنیتي تهدیدونو د مخنیوي له پاره تیاری ونیسي.

د پکتیکا ولایتي شورا د ملي یووالي له حکومت نه غوښتنه کوي، چې خپل اختلافونه دې یوې خواته کړي او په دې هېواد کې دې د یو شمېر نویو امنیتي تهدیدونو د مخنیوي له پاره تیاری ونیسي.

د پکتیکا ولایتي شورا رئیس افسرخان سلمیانخېل په یوه خبري ناسته کې رسنیو ته وویل، چې نوی حکومت باید د هېواد امنیت ساتنې ته پاملرنه وکړي.

د ده په وینا دوه میاشتې وړاندې يې حکومت او د امنیت شورا ته د پکتیکا د اوږده سرحد له لارې د داعش د وسلوالې ډلې د تګ او راتګ خبر ورکړی، خو تر اوسه يې په اړه څه نه دي شوي.

سلیمانخېل زیاتوي، ځايي اوسیدونکي ویني، چې هغه ولایت ته د پولې د پورې غاړې نه چیچن، ازبک، عرب او پاکستاني جنګیالي چې په داعش پورې تړلي دي تګ او راتګ کوي:

((موږ د پاکستان سره ۳۶۵ کیلومتره سرحد لرو، پکتیکا د داعش د فعالیتونو دروازه ده، حتی شورای امنیت پورې موږ دا کیسه ورسوله، چې دا داعش له دې لارې راځي، چیچنیایان دي، عرب دي، پنجابیان دي، څلور، پنځه حتی لس موټره په کاروانو، کاروانو راځي او له دې ځایه به یا زابل ته اوښتل او یا به غزني ته اوښتل.))

د پکتیکا ولایتي شورا د بهرنیو هېوادونو د لاسوهنو او توطیو خبره وکړه او له ولسه يې وغوښتل، چې د طالبانو سره تر جګړې وروسته دا ځل د داعش په نوم د یوې بلې جګړې د راتګ ویره شته.

د پکتیکا ولایتي شورا رئیس د زابل څخه د دیرشو تنو هزارګانو د تښتونې قضیې ته په کتو وویل، چې داعش هڅه کوي په دې توګه په افغانستان کې هم مذهبي تفرقې او اختلافونو ته لمن ووهي.

ده د افغان حکومت نه په کلکه غوښتنه وکړه، چې د تښتول شویو کسانو د راخوشې کولو هڅې چټکې کړي.

سلیمانخېل د کابینې او چارواکیو په ګمارنه کې د ځنډ له کبله د ځنو راټوکیدلو ستونرو یادونه وکړه:

((موږ له مرکزي حکومته غواړو، چې د خپلمنځي معاملو نه لاس واخلي، موږ ته دې یوه سالمه اداره او کابینه راجوړه کړي، تقریباً دوه میاشتې کیږي په داسو حالاتو کې چې په موږ کې داعش ګرځي، په موږ کې القاعده ګرځي، تر اوسه موږ امنیه قوماندان نه لرو، زموږ زموږ ولسوالۍ فلج دي، موږ د ولسوالیو قوماندانان نه لرو، موږ هلته امکانات نه شو ورته رسولای، تر کومه به ولس دا نظام ورته ساتي.))

که څه هم تر اوسه امنیتي چارواکیو په پکیتکا کې د داعش وسلوالې ډلې د کومو محسوسو او څرګندو فعالیتونو په باب څه نه دي ویلي، خو خواوشاه دوه میاشتي وړاندې د پکتیکا او غزني ولایتونو والیانو په یوه ګډه خبري ناسته کې په یادو ولایتونو کې د داعش وسله والې ډلې شتون او فعالیتونه منلي وو او د دې فعالیتونو د مخنیوي په اړه يې د افغان حکومت د پاملرنې د زیاتیدو غوښتنه کړې وه.

XS
SM
MD
LG