د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسي جرګه وايي، په انتخاباتي نظام کې اصلاحات مهم دي


صفي الله ستانکزی

کابل - د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی، په انتخاباتي ادارو او سیسټم کې د اصلاحاتو راوستل مهم بولي او وايي چې د حکومت مشران مکلفه دي څو په دې اړه خلکو ته ځوابګویه وي.

د ولسي جرګې مرستیال منشي عرفان الله عرفان وویل،حکومت باید د انتخاباتي اصلاحاتو د راوړلو لپاره جدي ګامونه واخلي څو خلک د یوه شفافه او عادلانه انتخاباتو شاهد وي.

ښاغلي عرفان د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل که په انتخاباتي نظام کې اصلاحات رانه شي راتلونکي انتخابات به هم له درغلیو او کمزوري مدیریت سره مل وي.

«په انتخاباتي نظام کې د اصلاحاتو د راوستلو لپاره باید حکومت جدي ګامونه پورته کړي ځکه چې که چیرته مونږ انتخاباتي اصلاحات رانه ولو له تېر نه به هم د بدنامه انتخاباتو شاهد و اوسو. له حکومته په جدي توګه غواړم چې په وخت سره د ولسي جرګې د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره هڅې وکړي. تر هغو چې په یوه معیاري او اسټنډرډ سیسټم سره انتخابات ترسره نه شي او همداراز مو انتخاباتي ادارې او بنسټونه خلکو ته ځوابګونه نه وي په راتلونکي کې به د عادلانه او شفافو انتخاباتو شاهد و نه اوسو.»

له دې مخکې د حکومت اجرایه رییس عبدالله عبدالله هم په انتخاباتي نظام کې او انتخاباتي کمیسیونونو کې د اصلاحاتو په راوړلو ټینګار کړی دی.

ښاغلي عبدالله د عبدالعلي مزاري د وژل کیدو په شلم تلین کې د ملي وحدت د حکومت د رامنځته کیدو د موافقتنامې یو اصلي اصل د انتخاباتي نظام اصلاح وباله.

له دې مخکې افغان ولسمشرمحمداشرف غني هم ویلي و چې په انتخاباتي نظام کې به اصلاحات راولي او په دې اړه یې مسولینو ته دنده سپارلې چې له انتخاباتو کمیسیون او مدني ټولنو سره په انتخاباتو کمیسیون کې د اصلاح وړ برخې مشخصې کړي.

په عین حال کې د ولسي جرګې د دوشنبې ورځې په عمومي غونډه کې ډېر شمیر وکیلانو په انتخاباتي اصلاحاتو ټینګار وکړ او ویې ویل چې خلک د راتلونکو انتخاباتو لپاره د یوه قوي قانوني سیسټم غوښتونکي دي.

د ولسي جرګې غړې شکیبا هاشمي په دې باور ده چې د بریښنايي تذکرو ویش به د انتخاباتي اصلاحاتو په پروسه کې د ستونزو یوه غټه برخه هواره کړي.

« د دې لپاره چې مونږ د پارلماني انتخاباتو په لور ځو،باید په ۳۴ ولایتونو کې په انتخاباتي کمیسیونو کې تغیرات راشي. دا د خلکو غوښتنه ده چې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې زمونږ د وجود غړي پرې شول او اوس چې داعش د خلکو سر پرې کوي یا یې ژوندي سوځوي نه غواړو رایې ورکړو. که وغواړو چې شفافه انتخابات ولرو باید بریښنايي تذکرې وویشل شي.»

په داسې حال کې چې د ولسي جرګې اداري پلاوی او یو شمیر غړي، د انتخاباتي اصلاحاتو لپاره د حکومت په عملي کارونو ټینګار کوي، د دې جرګې ځینې نور غړي د سمبولیکو اصلاحاتو د راوړلو مخالفه دي.

دا وکیلان وایي که چیرته د حکومت د مشرانو تر منځ د واک د ویش د پنځوس پنځوس سیسټم له مخې په انتخاباتي کمیسیونو کې ګمارنې وشي ورسره مخالفت کوي.

افغان کارپوهان وايي چې د انتخاباتي اصلاحاتو په برخه کې هر ډول سستي به په دغه هیواد کې ډېرې ستونزې رامنځته کړي.

XS
SM
MD
LG