د لاسرسي ځای

شام: د حکومتي ځواکونو بمباري، د ماشومانو په ګډون ۱۸ کسان وژل شوي


لندن - د شام فعالان وایي حکومتي هوایي ځواکونو دمشق ته نژدې پر یوه سیمه چې د یاغیانو په ولکه کې ده، په بمبارۍ کې د ماشومانو په ګډون لږترلږه اتلس کسان وژلي دي.

په بریتانیا کې میشت د شام د بشري حقونو د څار ډلې وویل، د یکشنبې د ورځي په هوایي بریدونو کې د دمشق په شمال لویدیځ کې پروت د دوما ښارګوټی په نښه شوی و.

د شام د بشري حقونود څارډلې دغه راز وویل چې په څلورو هوایي بریدونو کې له سلو زیات کسان ټپیان شوي دي. په دې اړه د شام چارواکو تراوسه څه ندي ویلي.

په وروستیو میاشتو کې بشارالاسد ته وفاداره ځواکونو د وسله والو یاغیانو ترولکې لاندې سیمو باندې هوایي بریدونه زیات کړي دي.

څارډله وایي، د شام په روانو شخړو کې چې د ۲۰۱۱کال د مارچ له میاشتې راهیسې پیل شوې، لږترلږه دوه لکه پنځلس زره کسان وژل شوي چې لس زره اته سوه اته یې ماشومان دي.

XS
SM
MD
LG