د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوټین وايي، چمتو وو چې د کریمیا په سر اټومي وسلې تیارې وساتي


مسکو - د روس ولسمشر ولادمیر پوټین ویلي، دی دې ته چمتو وو چې په اوکراین او کریمیا کې د تاوترخوالي له کبله د شخړې پر مهال ایټمي وسلې تیارې وساتي.

ولسمشر ولادمیر پوټین دا خبر په هغه مستند فلم کې کړې دي چې له وړاندې ثبت شوی دی.

دا درې ساعته مستند فلم (کریمیا پات ټو دي هوم لېنډ یانې د کریمیا وطن/ټاټوبي ته لار) نومېږي او د مارچ پر ۱۵مه نېټه خپور شوی دی.

ولادمیر پوټین ویلي، ده دا باور نه درلود چې لودیځ به په کریمیا کې د روس مخه ونیسي خو دی په دې اړ کې هر ډول حالات ته تیار وو.

نوموړي زیاته کړې چې د نړۍ لوی شمېر مشرانو د ټلیفون له لارې ده ته ویلي چې په کریمیا کې د روس د لاس وهني مخه ونیسي خو ده ورته ویلي چې دا د روس تاریخي سیمه ده او هلته روسي وګړي په خطر کې دي او دی یې یوازې نه شي پرېښودلای.

د ولسمشر ولادمیر پوټین په وینا ، د نړۍ یو هیواد هم د نړیوالې جګړې پیلولو ته زړه ښه نه کړ چې د ده ځواب ډېر ساده او نېغ وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG