د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران اټومي پرواګرام: کیري او ظریف له یو بل سره ولیدل


لوزان - د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري او د هغه ایراني سیال جواد ظریف نن په سویټزرلېنډ کې لیده کاته وکړل.

د جان کېري او جواد ظریف د دې لیدو کتو هدف د ایران د لانجمن ایټمي پروګرام په اړه یو هوکړې ته رسېده وو.

دې مشرانو په داسې وخت کې لیده کاته کړي دي چې د ایران د ایټمي پروګرام په اړه د یو هوکړې لپاره ټاکل شوې موده پای ته نژدې شوې ده.

ایران او د نړۍ ښبږو ځواکمنو هیوادونو د مارچ یودېرشمه نېټه د لپاره ټاکلې ده چې د ایران د لانجمن ایټمي پروګرام په اړه د یو هوکړې پر چوکاټ سره سلا شي.

د دې هوکړې په صورت کې به ایران خپل ایټمي فعالیتونه محدودي او نړۍ به یې په بدل کې پر دې هیواد په لګېدلو اقتصادي بندیزونو کې نرمي کوي.

تر دې مخکې جان کېري ویلي ویلي ول چې تر ډیره حده اوس اختلافات سیاسي پریکړې ته اړتیا لري چې تهران خپله ژمنه پرځای کړي او نړۍ ته دا ثابته کړي چې ایټمي پروګرام یې سوله ییز دی.

پرون له امریکایي CBS ټلویزیون سره په خبرو کې جان کېري وویل چې تهران تر اوسه د هغې هوکړې پر ټولو برخو عمل کړی چې یوکال مخکې مو ترلاسه کړې وه.

ایران او د نړۍ شپږو ځواکمنو هیوادونو یوې سیاسي هوکړې ته د رسیدو لپاره د مارچ ۳۱ نیټه ټاکلې ده.

له هغه وروسته به یو دایمي تړون ته د رسیدو لپاره د جون تر وروستۍ نيټې پورې خبرې اترې مخ ته وړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG