د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند نوي ډیلي ته د اشرف غني سفر تیاری کوي


نوی ډیلی - هند هغه هیواد ته د افغان ولسمشر اشرف غني د سفر لپاره تیارۍ کوي.

هندي چارواکو ویلي چې ولسمشر اشرف غني به په اپریل میاشت کې هند ته سفر کوي خو هغوی کومه ځانګړې نېټه نه ده ښودلې.

د هند وزیراعظم نریندر مودي په تیر نومبر میاشت کې د نیپال په پلازمینه کټمنډو کې د سیمه ییزې همکارۍ د سازمان د سرمشرې پر مهال افغان ولسمشر بلنه ورکړې وه چې هند ته ورشي.

د هندي رسینو د خبر له مخې د افغان حکومت اجرایه ریس عبدالله عبدالله چې په یوه خصوصي سفر هند ته تللی، په نوی ډیلي کې په یوه غونډه کې ویلي، چې افغانستان غواړي له هند سره ستراتیژیکي اړیکی لا پیاوړي کړي.

عبدالله زیاته کړې چې له افغانستان سره د هند د همکارۍ ساحه نده محدوده او د افغانستان ملي ګټو ته په پام سره نوی ډیلی کولای شي په ټولو برخو کې له کابل سره همکاري ته دوام ورکړي.

هند له ۲۰۰۱ز کال راهیسې له افغانستان سره د بیارغاونې په برخه کې شاوخوا دوه اربه (میلیارده) امریکايي ډالره مرسته کړې ده.

XS
SM
MD
LG