د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې د پولیو مخنیوي کیمپېن پیل شو


د دوشنبې یا ګل پر ورځ د بلوچستان په ۲۹ ضلعو کې د پولیو پر ضد درې ورځنی کمپاین په داسې حال کې پیل شو چې د پولیو پر ضد کارکونکي وايي، د امنیت له خطر سره مخ دي.

له سیمې د مشال راډیو خبریال وايي چې په کوټه کې کمپآین د امنیت د ستونزو له کبله ځنډول شوی دی.

تیره ورځ مشال ریډیو سره د خبرو په وخت د پولیو پر ضد یو شمیر کارکوونکو له حکومته غوښتنه وکړه چې د دوي د امینت لپاره دې کوټلي ګامونه پورته کړي.

د صوبې د اطلاعاتو وزیر عبدالرحیم زیارتوال د یکشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې حکومت د پولیو پر ضد د کارکوونکو د امنیت لپاره له خپلو ټولو وسیلو کار اخلي

ياده دې وي په تېره څه موده کې د کویټې او ږوب په ګډون د پاکستان په یو شمیر سیمو کې د پولیو پر ضد کارکوونکو باندې په بریدونو کې اووه کسان وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG