د لاسرسي ځای

تازه خبر

تر لاهور بریدونو وروسته عیسویانو مظاهرې وکړې؛ ویر یې اعلان کړی


اسلام اباد - د پاکستان په لاهور کې پر کلیسا په شویو ځانمرګو بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۱۷ ته رسېدلی دی. د پنجاب پولیسو ویاندې نبیله غضنفر خبریالانو ته وویل، د یکشنبې یا اتوار پر ورځ په یوحنا اباد کې د کیتلېک فرقې چرچونو مخې ته هغه مهال ځانمرګې حملې وشوې چې عیسویان په عبادت بوخت ول.

د دې په خبره، په بریدونو کې د دوو پولیسانو په ګډون ۱۷ کسان وژل شوي او له ۷۰ زیات ژوبل دي.

نبیلې غضنفر وویل، د ((نامالومه وسله والو)) پر ضد یې مقدمه درج کړې او پلټنې روانې دي. دې زیاته کړه، تر پېښو وروسته د پنجاب د ټولو کلیساګانو او جوماتونو لپاره یې امنیتي ګامونه اخیستي دي.

د پنجاب پولیسو مشر مشتاق سکېرا خبریالانو ته وویل، دا بریدونه د واهګې پولې او پولیس لاین بریدونو ته ورته دي او دا چې د هغو بریدونو پړه هم تحریک طالبان پاکستان جماعت الاحرار ډلې منلې وه او د دې برید پړه یې هم منلې.

پر کلیسا تر برید وروسته پارېدلیو مظاهره کوونکو د شک پر اساس دوه کسان ونیول او ویې سوځل. له دې علاوه، مظاهره کوونکو د مېټرو بس پر تمځي احتجاج وکړ او ودانۍ ته یې زیان ورساوه.

تر احتجاج وروسته، د بندرونو ((بندرګاهانو)) او بحري ټرانسپورټ وزیر کامران مایکل وویل، وسله وال یوازې پر عیسویانو نه بلکې د مسلمانانو په ګډون پر هر چا بریدونه کوي او ((په داسې وخت کې موږ ته صبر کول په کار دي.))

د پاکستان عیسویانو یوه مشر صادق ډینییل په ټول پاکستان کې د ویر او یوې ورځې لپاره د عیسویانو ښوونځیو تړلو اعلان کړی.

تر حملو وروسته، د تحریک طالبان پاکستان جماعت الاحرار ویاند احسان الله احسان رسنیو ته په استولي پیغام کې د بریدونو پړه ومنله.

XS
SM
MD
LG