د لاسرسي ځای

حیدري وايي، په سېنېټ کې به د بلوچستان ستونزې هواروي


بارکوال میاخېل

کوټه - د جمعيت علماى اسلام فضل الرحمن ګوند يو مرکزي مشر مولانا عبدالغفور حيدري د مارچ پر پينځمه له بلوچستانه د پاکستان د سنا يا مشرانو جرګې په ټاکنو کې بريالى شو او په مرکزي حکومت کې د شاملو او اپوزيسون ګوندونو په ملاتړ د سنا د مرستيال مشر په توګه و ټاکل شو.

عبدالغفور حيدري د يکشنبې په ورځ په کوټه کې خبري غونډې ته په خبرو کې وويل چي د مشرانو جرګې د مرستيال مشر په توګه به يې لومړنۍ دنده دا وي، چي د بلوچستان ستونځې را برسېره کړي او د حل لاره ورته و لټوي:

((له بلوچستانه ګاز را وځي خو دلته په لويو ښارونو او سيمو کې ګاز نه شته، دلته خلک بېروزګاره دي، په ډېرو کليو کې تعليمي مرکزونه نه شته، د امنيت ستونځه ده، دلته چي يو نظرياتي اختلاف روان دى که مو وس ورسېد او زمينه راته برابره شوه، نو د دغو اساسي ستونځو د لاملونو علت او د حل لاره به يې و لټوو.))

په پېښور کې د ديسمبر پر شپاړسمه پر ښوونځي تر بريد وروسته د پاکستان پوځي او سياسي رهبري د ترهګرۍ په ضد يو نوى هوډ وکړ او د ترهګرۍ د ځپلو لپاره يې يو نوى ملي پلان جوړ کړ، چي له مخې يې په پاکستان کې د ترهګرو په ضد عمليات کېږي، د ويډيوګانو او کتابونو په وسيله د افراطي موادو د خپرولو مخه نيول کېږي او د ناراجسټر شويو ديني مدرسو په ضد اقدام کېږي. مولانا حيدري د دې نوي ملي پلان په اړه وويل:

((دا لومړى ځل دى چي سياسي ډلې او پوځي رهبري سره همږغي دي او قريباً د ټولو نظر دا دى، چي ترهګري که په هره بڼه وي نوره د زغم وړ نه ده بايد و ځپل شي. په کراچۍ کې [د ايم، کيو، ايم پر مرکز] وروستي عمليات هم د ټولو ګوندونو په سلا-مشهوره وشول، هر ځاى چي عمليات کېږي ضرور به هلته څه تکليفونه هم پېښېږي، خو ترهګري په هر حال بايد و ځپل شي، د هغه لپاره که عملياتو ته اړتيا وي، که مفاهمت او مذاکراتو ته اړتيا وي، ټولې لارې بايد خلاسې وي.))

په دې وروستيو کې چي له افغان حکومت سره د افغانستان د وسلوالو طالبانو د احتمالي مذاکراتو خبرې کېږي، د جمعيت علماى اسلام ګوند مشر د دغو هڅو هرکلى وکړ او ويې ويل چي افغانستان او پاکستان له يوه بل سره تړلي هېوادونه دي، د دواړه سوله او نارامي يو بل اغېزمنولاى شي:

((په افغانستان کې که له وسله والو سره د مفاهمت زمينه برابرېږي موږ خو هرکلى کوو، موږ په دې فکر يو چي که په افغانستان کې امنيت وي په پاکستان کې به هم امنيت وي، که په پاکستان کې امنيت وي په افغانستان کې به امنيت وي، دا دواړه هېوادونه له يو بل سره تړلي دي، ځکه موږ وايو چي که د افغان طالبانو او افغان حکومت تر منځ مذاکرات پيل شوي وي يا پيلېږي يا يې د پيلېدو احتمال دى موږ يې هرکلى کوو.))

د چين او پاکستان تر منځ د شوي تړون له مخې له ګوادره تر کاشغره د جوړېدونکې اقتصادي لارې د بدلون په اړه مولانا عبدالغفور حيدري وويل، چي دا لاره به ارومرو د بلوچستان او پښتونخوا ايالتونو له لارې غزول

کېږي، پر دې به له چا سره هيڅ جوړجاړى ونه کړي. وايي د ګوند مشر يې مولانا فضل الرحمن دا مهال د چين په سفر دى او په دې اړه به د چين له چارواکيو سره هم خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG