د لاسرسي ځای

دریاب ادبي غورځنګ د کال شپږ غوره لیکوال په ایوارډونو و نازول


د دریاب ادبي غورځنګ ایوارډونه

د دریاب ادبي غورځنګ ایوارډونه

په پښتونخوا کې یوې پیژندل شوې ادبي ټولنې د یکشنې په ورځ د پښتو ژبې شپږو لیکوالو ته په ۲۰۱۵ م کال کې د غوره شعر او نثر لیکلو ایوارډونه ورکړل.

دریاب ادبي غورځنګ د یکشنبې په ورځ په پېښور کې د ایران په فرهنګي خونه کې د ایوارډونو د ویش لپاره یوه غونډه رابللې وه چې ورکې د کویټې، پېښور او کابل لسګونو لیکوالو او شاعرانو ګډون وکړ.

نوموړي ادبي تنظیم په غوره تحقیق زبیرحسرت ته ایوارډ ورکړ. د نوموړي د تحقیقي کتاب نوم ( دوست محمدخان کامل ژوند اوفن )دی.

فرهاد وسیم یوسفزي ته ( د متلونو په لار ) کتاب باندې ایوارډ ورکړل شو. نوموړی دا مهال په دوبۍ کې ژوند کوي.

د نثر په برخه کې درېیم ایوارډ په غوره ناول لیکلو وږمه سبا عامر ته ورکړل شو . د اروپا میشتې افغان لیکوالې ( جنت کوټ ) ناول چې د تروریزم په موضوع لیکل شوی د کال د غوره ناول په نوم وپېژندل شو.

همدارنګه د شعر په برخه کې د پښتو ادب درېوو معاصرو خوږ ژبو شاعرانو ته د دریاب ادبي غورځنګ لخوا ایوارډونه ورکړل شول. د کویټې محمود ایاز ته په ( بیا زه هم په سایه بدل شوم ) ، د افغانستان مصطفی سالک ته په ( سپرلی په خال کې ) او کراچۍ میشتي شاعر ریاض تسنیم ته په ( دا کوم رنګ مې کشید کړی ) کتاب باندې د یاد ادبي غورځنګ لخوا ایوارډونه ورکړل شول.

د دریاب ادبي غورځنګ مشر شمس فګار د ایوارډونو د ویش په اړه مشال راډیو ته وویل :

(( د دریاب ادبي غورځنګ یوه کمیټي جوړه شي، موږ ته په سلګونه کتابونه رارسیدلي وي، موږ د کتابونو محتوا او ارزښت ته ګورو ، موږ دې ته نه ګورو چې دا کتاب چا لیکلی او دا لیکوال څومره لوی ادیب او شاعر دی. موږ د کتاب معیار او ارزښت ته زیات پام کوو. لکه د جنت کوټ ناول په مقابل کې نور ډېر ناولونه هم وو خو دا چې ددې ناول موضوع نوې او د اوسنیو حالاتو سره موزونه وه نو ځکه مو دې ناول ته ایوارډ ورکړ. ))

له کابله راغلي لیکوال ، خبریال او شاعر طایر ځلاند وویل ، یوې مېرمنې ته د غوره لیکوالې ایوارډ ورکول د نورو لیکوالو مېرمنو مورال لوړوي.

(( تر ټولو مهمه خبره داده چې د جنت کوټ په شان ناولونه د سختدریځۍ پرضد سوچ پیاوړی کوي. د غسې ناولونه لکه جنت کوټ یا د وږمه سبا عامر تازه ناول طالب جان دا ډیر زیات مهم دي، دا لوستونکي ته د حالاتو رښتونی انځور وړاندې کوي. ))

غونډې ته د وینا پرمهال پروفیسر زبیرحسرت د پښتونخوا د حکومت نه غوښتنه وکړه چې د صوبې پوهنتونونو کې دې پښتو شامله شي، نشترهال دې د پښتنو لیکوالو د هلو ځلو لپاره پرانیستل شي، د لر او بر پښتنو لیکوالو ترمنځ دې د تګ راتګ اسانتیاوې پیدا کړي او په نصابي کتابونو کې د پښتنو اتلانو د نومونو د شاملولو غوښتنه وکړه.

غونډې ته راغلو شاعرانو د یوې مشاعرې په ترڅ کې خپل کلامونه هم وړاندې کړل چې نږدې د ټولو په شعرونو کې د بد امنۍ اوسنی حالت انځور شوی او له جنګه نفرت ښکاره شوی و.

دریاب ادبي غورځنګ چې له تیرو څو کلونو راهیسې فعالیت کوي، له ۲۰۱۴ م کال راهیسې پښتنو لیکوالو او شاعرانو ته د هغوی په غوره کتابونو د ایوارډونو د ورکولو لړۍ پیل کړې ده.

XS
SM
MD
LG