د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د فوټبال د غوره ليګ سيالۍ پیل شوې


په ننګرهار کې د روشن افغانسنان د فوټبال د غوره ليګ سيالۍ پيل شوې. په دې سيالیو کې به د افغانستان په کچه څلور لوبډلې په خپلو منځونو کې مسابقې تر سره کوي چې اته ورځې به دوام وکړي.

د روشن افغانستان د فوټبال د غوره ليګ دغه سيالۍ جلال اباد ښار د فوټبال په لوبغالي کې د اتوار په ورځ پیل شوې. لومړۍ مسابقه د میوند اتلان او شاهین اسمايي تر منځ وشوه چې شاهين اسمايي په دوه ـ صفر باندې وګټله.

په ننګرهار کې د روشن افغانستان د غوره ليک سیاليو مسوول عبدالهادي ساپي د فوټبال د سياليو د پيليدو په اړه مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:

(( د اول ځل لپاره دغه سيالۍ په ننګرهار کې جوړې شوې، خوشبختانه د ننګرهار د خلکو لپاره دا ډېر د افتخار ځای دی چې د اول ځل لپاره د روشن افغانستان د غوره ليګ د دریم او څلورم کال تر منځ د نوروزي ټورنمنټ د سولې په نوم په ننګرهار کې جوړ شو او د سپین غر بازانو لوبډله يې کوربه توب کوي.))

د فوټبال دغې سيالۍ ته په سلګونه تنه مينه وال هم ورغلي وول. د پاخه عمر څښتن چې خپل ماشومان يې د فوټبال د لوبې نندارې ته راوستي وو، مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:

(( محمد عیسی مې نوم دی او د ننګرهار اوسیدونکی یم. پخوا ما پخپله فوټبال کولو او ډېره مینه ورسره لرم. د همغې مینې په اساس دلته راغلی یم او دا مسابقه ګورم، د کور هلکان مې د دې لپاره راوستي چې سپورت ته تشویق شي.))

یو بل تن ننداره کوونکي خوشاله و چې له نورو ولایتونو څخه خلک د فوټبال نندارې ته راغلي دي.

(( شریف الله مې نوم دی او د ننګرهار ولایت اوسيدونکي يم. په ننګرهار کې دا لوبې په اول ځل شروع شوې او په ډيرې خوښۍ ورته ناست یو. له نورو ولایتونو نه هم خلک راغلي، له کابل نه هم راغلي او د دې لوبې نه خوند اخلي. په ډير ښه وخت کې دا لوبې شروع شوي دي، يو پسرلی دی او بل دا چې د دې سټيډيم افتتاح هم ورسره وشوه.))

د يادولو ده چې دغه سیالۍ د څلورو ټیمونو تر منځ پیل شوي چې (سيمرغ البرد ) د مزار شريف او شبرغان د لوبډلو استازيتوب کوي، (شاهين اسمايي ) د کابل د لوبډلو، ( میوند اتلان ) د کندهار او هلمند د لوبډلو او ( سپین غر بازان) د ننګرهار د لوبډلو استازيتوب کوي.

دا لوبې به اته ورځې دوام وکړي چې وروستۍ يا فاینل لوبه به يې د نوي لمریز کال په لومړۍ ورځ تر سره شي.

XS
SM
MD
LG