د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست:له فیسبوکي اشنايۍ تر حقیقي ملګرتوبه


خوست کې د فیس بک کارونکي چې اوس په رښتوني مان ملګري شوي دي
خوست کې د فیس بک کارونکي چې اوس په رښتوني مان ملګري شوي دي

په خوست کې یو شمېر هغه ځوانان، چې ټولنیزه میډیا په ځانګړي ډول فیسبوک کاروي او په خپلو کې يې له دې لارې سره اشنايي وه، اوس يې ملګرتیا طبعي او حقیقي ګرځیدلې ده، په خپلو کې يې سره موندلي او تر هغه زیات، چې په دې وروستیو کې دوی په ګډه یو شمېر ټولنیزو فعالیتونو ته مخه کړې ده.

په خوست کې د فیسبوک ځوان کارونکي په اول ځل په خپلو کې د ملګرتوب د ټېنګولو له پاره یوې ګډې میلې کې راټول شول، پیژندګلوي يې وشوه او په دې يې سلا وکړه، چې له یوې خوا به په فیسبوک کې مبتذل څه نه خپروي او بل لوري ته به ځني ګډ ټولنیز فعالیتونه هم سرته رسوي.

د همدې ژمنې په رڼا کې دوی تېره ورځ د خوست متون غونډۍ کې له یوې خوا میله وکړه او بل لوري ته يې سلګونه نیالګي هم کېنول:

((نوم مې خلیل جان ګربزوال دی، دا ټول مې د فیسبوک ملګري دي، چې دلته راجمع شوي دي، دوی په خواجه متون تپه کې نیالګي کېنول، دوی وايي، چې دې نیالګیو ته به اوبه ورکوو، سمه ساتنه او پالنه به يې کوو، تر څو دا غونډۍ شنه شي، په اینده کې به موږ ورته د ساعتیرۍ له پاره راځو، همدارنګه د خوست او د هېواد ځوانان به دې ځای ته راځي او د نیالګیو نه به خوند اخلي.))

د خوست دوه تنه نور ځوانان روان نورزی او سمیع الله لمر وايي، که د ټولنیزې میډیا سمه وکارول شي، په ټولنیزو کارونو او ټولنیزو راټولیدنو کې ډېره اغېزمنه تمامیږي.

دوی زیاتوي، چې د فیسبوک له لارې مو سلګونه ځوانان دې ته وهڅول تر څو په سږني سپرلي کې ګڼ نیالګي کینوي.

د خوست یو بل تن ځوان د دې تبلیغاتو له لارې په خپلو کې د ځوانانو د میلو د جوړولو یادونه کوي:

((اسلم هڅاند نومیږم د متون د سیمې اوسیدونکی یم، دا دی تاسو په خپله وینئ، چې په وروستیو دوو میاشتو کې دا ډول برنامو ته د فیسبوک له لارې تبلیغات کیږي، دا دویمه میله ده چې په ډېر زیات تعداد ځوانان په کې راټولیږي.))

کتونکي د فیسبوکي ملګرو دا نووښت ستايي او زیاتوي، چې دا کار به هغه مهال ښه نتیجه ورکړي، چې دوی خپله ملګرتیا او دوستي وپالل شي او د یو شمېر هغو مدني ټولنو په برخلیک اخته نه شي، چې خپل پایښت او اغېزمنتوب يې ونه ساتل شو.

XS
SM
MD
LG