د لاسرسي ځای

تازه خبر

غزني : لس نور مسافر وسلوالو تښتولي


د غزني سرپرست والي موسی خان اکبر زاده
د غزني سرپرست والي موسی خان اکبر زاده

د غزنی سیمه ایز چارواکي وایي ، لس تنه مسافر چی د دې ولایت له جاغوري ولسوالۍ نه غزني ښار ته روان وو په لاره کی د وسله والو کسانو لخوا تښتول شويدي.

د غزني د ولایتی شورا یوه غړي دا خبر تایید کړی او وایي لا تراوسه نه ده معلومه چی دا مسافرد کومې ډلې لخوا تښتول شويدي.

په همدې حال کې د غزني سرپرست والي موسی خان اکبرزاده له مشال راډیو سره په خبرو کی دا خبر نه تایید او نه هم رد کړ.هغه وویل چی په غزنی ولایت کې د ملي امنیت ځواکونو په دې اړه څېړنې پیل کړيدي.

دا خبر په داسی حال کی خپریږي چی شاو خوا شل ورځي مخکی د زابل ولایت په شا جوی ولسوالۍ کې هم یودیرش تنه مسافر د دولت د وسله والو مخالفانو لخوا وتښتول شول او لاتراوسه هم نه دي موندل شوي.

ځیني راپورونه وايي چې تر دې وړاندې تښتول شوي کسان د اسلامي دولت وسله والې ډلې ( داعیش ) سره دي، ځکه چې افغان طالبانو هم ویلي وو چې تښتول شوي کسان له دوی سره نه دي.

XS
SM
MD
LG