د لاسرسي ځای

تازه خبر

سعودي ولي پاکستان ته اړتيا لري؟


له جاپانه خپرېدونکې ((دي ډپلومېټ)) مجلې د پاکستان او سعودي عرب د اړيکو په اړه مقاله ليکلې چې وايي، په داسې حال کې چې د ايران او لوېديځې نړۍ تر منځ واټنونه په کمېدو ښکاري، سعودي عرب په خاموشۍ سره خپلې اړيکې له پاکستان سره لا زياتې نږدې کوي.

له جاپانه خپرېدونکې ((دي ډپلومېټ)) مجلې د پاکستان او سعودي عرب د اړيکو په اړه مقاله ليکلې چې وايي، په داسې حال کې چې د ايران او لوېديځې نړۍ تر منځ واټنونه په کمېدو ښکاري، سعودي عرب په خاموشۍ سره خپلې اړيکې له پاکستان سره لا زياتې نږدې کوي.

مجله ليکي، په پاکستاني رسنيو کې له يو شمېر راپورونو سره سم سعودي عرب تېره اونۍ رياض ته د پاکستاني وزيراعظم نواز شريف تر سفر وروسته د پاکستاني پوځ د يوې دستې خواست کړی دی.

د سعودي لخوا د ډېرو زياتو دفاعي لګښتونو سربېره داسې نه ښکاري چې پوځ به يې په نږدې راتلونکې کې جنګي تجربه تر لاسه کړي.

په همدې تړاو د امريکا د دفاع پخواني وزير رابرټ ګېټس ويلي دي، سعودي غواړي چې آن تر وروستي امريکايي پورې له ايرانيانو سره جګړه وشي. په بله مانا سعودي عرب د کمزورې روزنې او روحيې له کبله پخپله نه غواړي يا نشي کولای چې په يوازې سر د خپل هيواد ساتنه وکړي.

مجله پر مخ ليکي، پاکستان له سعودي سره اوږدمهاله اړيکې لري او د سعودي عرب او سعود خاندان په ساتنه کې يې رول لوبولی دی. که څه هم پاکستان له ايران سره دوستانه اړيکې لري خو خپله زياته تکيه پر سعودي کوي. د بېلګي په ډول په ۱۹۹۸م کال کې چې کله پاکستان اېټمي آزموينه تر سره کړه او اقتصادي بنديزونه پر ولګېدل نو د مرستې لپاره سعودي پاکستان ته تېل ورکړل.

تر دې وروسته په ۱۹۹۹م کال کې چې کله نواز شريف له واکه ليرې کړل شو نو سعودي وژغوری.

مجله زياتوي، په سعودي کې وار د مخه پاکستاني ځواکونه موجود دي خو شمېره يې ډېره زياته نه ده. په ۱۹۷۹م کال کې تر ايراني پاڅون وروسته د خانه کعبه د محاصرې په ختمولو کې پاکستاني ځواکونو د سعودي مرسته وکړه.

مجله ليکي، دا څرګنده ده چې د سعودي عرب وارخطايي په زياتېدو ده تر څو له ځانه دا تور ليرې کړي چې له اسراييل سره يو ځای ولاړ دی او په اسلامي نړۍ کې نفاق رامنځ ته کوي.

مجله په پای کې ليکي، په باوري توګه به پاکستان ونه غولړي چې د ايران او سعودي تر منځ په نيابتي جګره کې ځان راګير کړي، په ځانګړې توګه په داسې وخت کې چې دواړه هيوادونه د خپلو کورنيو او سيمه ايزو حالاتو په اړه فکرمند دي.

XS
SM
MD
LG