د لاسرسي ځای

د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۲۱ وسله وال شوي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي؛ په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې ۲۱ وسله وال طالبان وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

دغه وزارت په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې لیکلي چې دا وسله وال طالبان د افغان ګډو ځواکونو په عملیاتو کې په ننګرهار، بغلان، تخار، کندز، فاریاب، سرپل، جوزجان، کندهار، ارزګان، هرات، فراه، هلمند او نیمروز ولایتونو کې وژل شوي او ټپيان دي.

د اعلامیې له مخې په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسله هم افغان ځواکونو ته په لاس ورغلې ده.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG