د لاسرسي ځای

هند په نوي ډيلي کې د پاکستان های کمشنر ورغوښتی دی


د هند د بهرنیو چارو وزارت د ذکي الرحمان لکوي د خوشي کولو د پرېکړې پر ضد د احتجاج په توګه په نوي ډیلي کې د پاکستان های کمشنر ورغوښتی دی.

دا له هغه وروسته ده چې تېره ورځ د پاکستان د پلازمېنې اسلام اباد های کورټ د هند په ممبۍ کې د شویو بریدونو مشکوک او لښکر طیبه وسله والې ډلې یو مشر ذکي الرحمان لکوي د نظربندۍ حکم باطل وبالی.

د اسلام اباد های کورټ جج جسټس نورالحق قريشي په خپله حکمنامه کې وويل، که پر نوموړي بل تور نه وي نو خوشې دي کړل شي.

ذکي الرحمان لکوي دا مهال د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې نظربند دی.

پر ده تور دی چې په ۲۰۰۸م کال کې یې د هند د ممبيي په ښار کې د شوو بریدونو چل جوړ کړی وو. په دې حمله کي تر ۱۶۰ زيات کسان وژل شوي وو.

XS
SM
MD
LG