د لاسرسي ځای

عبدالله: چینایي چارواکو طالبان هڅولي چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي


د افغانستان د ملي يووالي د حکومت اجرايي رييس عبدالله عبدالله دا خبره تېره ورځ په نوي ډیلي کې هغې غونډې ته وکړه چې د اینډیا ټوډې ورځپاڼې له لورې جوړه شوې وه. عبدالله وویل چې په تیرو درو میاشتو کې چینایانو دوه درې ځلې له طالبانو سره کتلي دي.

نوموړی د جمعې په ورځ هند ته په یوه درې ورځني غیررسمي سفر ولاړ. ټاکل شوې ده چې د دې سفر په ترڅ کې د هند د ولسمشر له مرستیال سره و ویني او د هند په یوه پوهنتون کې وینا هم وکړي.

XS
SM
MD
LG