د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان د بې کوره کړل شوو خلکو ستنېدل به له اپرېل مياشتې پېليږي


د شمالي وزیرستان د بې کوره کړل شوو خلکو د ستنولو لپاره کړنلاره جوړه شوې ده. پرون (جمعه) ناوخته د خیبر پښتونخوا په بنو کې د پاکستان د پوځي او حکومتي چارواکو په شریکه غونډه کې پرېکړه شوېده چې د دې بې کوره کړل شوو خلکو د ستنولو لړۍ به د اپرېل له لومړۍ نېټې پیل شي.

تر دې غونډه وروسته خپره شوې خبرپاڼه لیکي چې د ستنېدو پر وخت به کډوالو ته ځانګړې مرستې ورکول کېږي.

دا له هغه وروسته ده چې د شمالي وزیرستان قبایلي مشرانو د تېرې پنجشنبې په ورځ په بنو کې د جرګې له لارې له حکومته غوښتنه وکړه چې دوی ته دې د ستنېدو لپاره یوه ځانګړې نېټه ورکړي ګنې دوی به په خپله ځان ته یو کړنلاره وټاکي.

په شمال وزیرستان کې د وسله والو پر ضد د پاکستاني پوځ د عملیاتو له کبله تر ۱۰ لکه زیات خلک بې کوره کړل شوي دي چې زیاتره یې په خیبر پښتونخوا صوبه کې مېشت دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG